د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: په بمونو د نجونو ويجاړ شوي ښوونځي کې بیا درسونه پيل شول


د مې پر ۲۰مه په شيوه کې د عافیه ګرلز اسلامي سکول زده کوونکو د ښوونځي د بیا پرانیستلو په غونډه کې ګډون وکړ.
د مې پر ۲۰مه په شيوه کې د عافیه ګرلز اسلامي سکول زده کوونکو د ښوونځي د بیا پرانیستلو په غونډه کې ګډون وکړ.

د شمالي وزیرستان د نجونو هغه شخصي ښوونځی بیا رغول شوی او درسونه پکې پيل شوي چې یوه نيمه اوونۍ مخکې په بمونو الوځول شوی وو.

په شيوه کې د عافیه ګرلز اسلامي سکول په نوم د دې ښوونځي بنسټګر بهادر خان پشتين د مې پر ۲۰مه، د درسونو د بیا پيلولو د پرانیستې غونډې پر وخت وويل چې د سکول له ورانېدو وروسته یې ويلي وو چې د نجونو د تعليم سلسله به نه ودروي.

هغه زیاته کړه چې له وزیراعظم شهباز شریف مننه کوي چې ښوونځی یې ورته بیا ورغاوه او ماشومانو ته یې لیپ ټاپونه ورکړل.

د مې پر اتمه، ناپېژندليو کسانو دا ښوونځی په بمونو الوځولی وو او لږ تر لږه دوه کوتې یې په بشپړ ډول ورانې شوې وې.

هغه مهال پښتين مشال راډيو ته وويل چې په شيوه کې دا د نجونو یوازینی سکول دی چې په اړه یې وسلوالو ورته څو ځله ګواښ کړی وو، خو هغه ويلي وو چې د تعلیم لپاره به مبارزه نه پرېږدي.

پر ټولنیزو رسنيو د دې خبر تر عاميدو او پر حکومت د امنيت نه ساتلو له امله تر نيوکو وروسته، د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف امر وکړ چې د عافیه ګرلز اسلامي سکول دې په يوه اوونۍ کې دننه جوړ شي. شریف همداراز وويل چې زده کوونکو او ښوونکو ته دې اسانتیاوې هم برابرې کړل شي.

د عافيه ګرلز اسلامک سکول د بیا پرانیستې په غونډه کې پوځي او د تعليم لپاره کارکوونکو چارواکو ګډون کړی وو.

پر دې مهال د تعليم لپاره وفاقي ډېپټي سېکرټري ریاض خان وويل چې د وزيراعظم شهباز شريف په امر یې د ښوونځي دوره وکړه. هغه زیاته کړه چې د ښوونځي پر رغولو سربیره یې زده کوونکو ته چوکۍ او ليپ ټاپونه هم ورکړل. نوموړي هلته د لوبغالي‌ د جوړولو ژمنه هم وکړه.

د دې ښوونځي د بیا پرانیستې پر مهال د اسنادې په نومې يوې زده کوونکې مشال راډيو ته وويل چې د وزیراعظم بیړنی اقدام ستايي. هغې هيله وښوده چې بیا یې کله ښوونځی وران نه شي.

يوې بلې زده کوونکې، بشرا بیا له مشال راډيو سره په خبرو کې د ليپ تاپ په ترلاسه کولو خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې غواړي ډاکټره شي.

دا لومړی ځل نه دی چې په شمالي وزیرستان کې ښوونځيو ته بمونه ايښوول کېږي. د ۲۰۲۳ز کال د مې پر ۲۱مه نېټه هم وسلوالو د شمالي وزیرستان د میرلي په حسوخېل او مسکي کې د نجونو دوه سکولونه په بارودو الوځولي ول.

XS
SM
MD
LG