د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ډنډ پټان او خرلڅیو ترمينځ لاره نن پرانيستل شوه


د مې پر ۲۱مه په خرلڅيو کې د لارې پرانيستو وروسته تجارتي ګاډو تګ راتګ پيل کړی دی ـ انځور له ارشيفه
د مې پر ۲۱مه په خرلڅيو کې د لارې پرانيستو وروسته تجارتي ګاډو تګ راتګ پيل کړی دی ـ انځور له ارشيفه

د پکتيا د ډنډ پټان او د کورمې د خرلڅیو ترمينځ لاره نن سهار (د مې پر ۲۱مه) د تجارت لپاره پرانيستل شوې ده.

په کورمه کې د تجارانو د ټولنې ځايي مشر سید مبین حسین مشال راډیو ته وویل چې پر لاره د ګاډو تګ راتګ پیل شوی دی.

نوموړی زیاته کړه چې هلته د تالاشۍ او ګمرک نظام هم فعاله شوی دی. "په ټرمینل کې چې کوم تر ۶۰ پورې ګاډي ولاړل ول، هغه ټول افغانستان ته روان شوي دي."

دا له هغه وروسته ده چې د ځايي خلکو په وینا، د مې پر ۱۳مه او ۱۵مه د پاکستانیو ځواکونو او افغان طالبانو ترمینځ په نښته کې دواړو غاړو ته مرګژوبله اوښتې وه.

د ځايي خلکو په وینا، د پاکستان له خوا پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار د بيا رغولو تر څنګ لږ نور تعميراتي کار روان وو چې د مې پر ۱۳مه افغان طالبانو بريد پرې وکړ.

له هغه وروسته د ډنډ پټان او خرلڅيو ترمينځ سرحدي دروازه وتړل شوه.

له هغې پېښې وروسته د دواړو غاړو قبايلي مشرانو په خپله کې څو ځلې جرګې وکړې او په لومړي سر کې پر اوربند سلا شول.

د مې پر ۱۸مه د شوې جرګې یو ګډونوال او د پکتیا قبایلي مشر شېر محمد مشال راډیو ته وویل چې له دواړو غاړو ۱۵ کسیزه کمېټه ټاکل شوې ده او هغوی پر سرحدي او امنیتي چارو خبرې کوي او ډېر ژر به د لارې د بيا پرانيستو زېری ورکړي.

تر دې وړاندې هم، د مارچ پر ۱۸مه، د پکتيا او کورمې ترمينځ په خرلڅيو او بوړکي سیمو کې د افغان طالبانو او پاکستانيو ځواکونو ترمينځ نښتې شوي وې او د مارچ تر ۲۳مې پورې د هر ډول تګ راتګ لپاره لاره تړل شوې وه.

د کورمې خرلڅیو لار هره ورځ له نهو تر پینځو بجو پورې خلاصه وي چې په تجارتي مالونو بار نېږدې ۱۵۰ ګاډي پرې تېرېږي.

په ۲۰۱۷ز کال کې د پاکستان حکومت پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار لګول پیل کړل. چارواکو ادعا درلوده چې دا کار د امنيت ښه کولو لپاره کوي.

د افغانستان د هغه مهال حکومت د باړ لګولو اقدام یو اړخیزه بللی وو او مخالفت یې وکړ چې ورسره د دواړو ملکونو ترمینځ تعلقات ترینګلي شوي ول. خو پاکستان د اغزن تار لګولو ته دوام ورکړ.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG