د لاسرسي ځای

تازه خبر

مومندو کې پولیسو د احتجاج په توګه يوشمېر تاڼې تړلې دي


د خيبر پښتونخوا په باجوړ کې پوليس افسران (انځور له ارشيفه)
د خيبر پښتونخوا په باجوړ کې پوليس افسران (انځور له ارشيفه)

د خيبر پښتونخوا په مومندو کې پولیسو د احتجاج په توګه د ځینو تاڼو دروازې تړلي او د خلکو رپورټونه یا اېف ای ار نه درجوي.

د مومند پولیسو مشر جاوید خان مومند نن مشال راډیو ته وویل، هغوی دا ګام ځکه پورته کړ چې د خیبر پښتونخوا د بندوبستي سیمو پولیس هغوی ته د پولیسو پروټوکول يا مراعات نه ورکوي. دی وايي، د مې پر شپږمه د میچنۍ دروازې تاڼې د مومندو د پولیسو یو ګاډی نیولی او د ډي ایس پي ایاز خان ورور یې ګرفتار کړی دی.

د میچنۍ تاڼې یو حوالدار د نوم نه ښوولو په شرط د مې پر اوومه مشال راډیو ته پخلی وکړ چې د مومندو د پولیسو ګاډي په تاڼه کې موجود دی خو نور معلومات یې ور نه کړل.

په ۲۰۱۸ز کال کې د پاکستان په ايين کې تر بدلون وروسته قبایلي سيمې په خيبر پښتونخوا صوبه ورګډې کړل شوې. دا ډول د هغو سیمو خاصه دار ځواکونه د پولیسو په اداره کې شامل کړل شول، خو په پوليسو کې ضم شوي سرتېري وايي چې له هغوی سره نه خو اړين تجهيزات شته او نه هم هغه مراعات ورکول کېږي چې د بندوبستي سيمو پوليس ورڅخه برخمن دي.

د خیبر پښتونخوا ځينو چارواکو هم مخکې منلې وه چې په قبایلي سيمو کې د پولیسو سره پوره تجهيزات نشته او روزنه یې هم ډېره نه ده نو ځکه لا هم هلته تر ډېره پورې پوځ د امنيت سمبالولو چارې پرمخ وړي.

XS
SM
MD
LG