د پاکستان او ايرلينډ د کرکټ ملي لوبډلې نن په درېيمه ۲۰ اووره سيالي کې يو بل ته مخامخېږي.
د ډبلين په لوبغالي کې د مې ۱۴مې دا سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.
د درو ۲۰ اووره سياليو د لړۍ لومړۍ لوبه ايرلينډ او دويمه لوبه پاکستان ګټلې وه.
د پاکستان او ايرلينډ ترمينځ به نننۍ سيالي د روانې لوبلړۍ ګټونکی په ډاګه کوي.