ايرلينډ د کرکټ په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې پاکستان ته په پنځو وکټونو ماته ورکړه.
د ايرلينډ په مرکز ډوبلین کې د مې پر ۱۰مه په ترسره شوې لوبه کې پاکستان لومړۍ لوبه وکړه او د شپږو لوبغاړو په تاوان یې ۱۸۲ منډې وکړې.
په ځواب کې د ايرلينډ لوبډلې ورکړل شوی د ۱۸۳ منډو هدف په داسې وخت کې د پنځو لوبغاړو په سر پوره کړ چې یوازې یو بال پاتې شو.
د پاکستان او ايرلينډ د کرکټ لوبډلو ترمنځ به دویمه ۲۰ اووریزه لوبه د مې پر ۱۲مه او دریمه د مې پر ۱۴مه تر سره کېږي.