د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا فضل الرحمان وايي اېسټیبلېشمنټ پاکستان کې د واک چارې په لاس کې اخیستي دي


د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند مشر مولانا فضل الرحمان په پاکستان کې يوې جلسې ته وينا کوي ـ پخوانی انځور
د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند مشر مولانا فضل الرحمان په پاکستان کې يوې جلسې ته وينا کوي ـ پخوانی انځور

د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند مشر مولانا فضل الرحمان ويلي دي چې په پاکستان کې د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې "پراخه درغلي" شوې او دی نه ګڼي چې نوی حکومت به تر ډېره وچلېږي.

نوموړي د فبرورۍ پر ۲۷مه په پېښور کې خبري غونډې ته د وينا پر مهال تور پورې کړ چې په هغو ټولټاکنو کې اېسټيبلېشمنټ لاسوهنه کړې ده. "د واک او اختیار چارې اېسټيبلېشمنټ په خپل لاس کې اخیستي دي چې ترمخې یې اسمبلیانې هم د دوی په خوښه وي او خلک هم پکې د دوی په مرضۍ مخې ته راځي."

فضل الرحمان زياته کړه چې په پارلېمان کې "د اېسټيبلېشمنټ استازي" نه بلکې "د ولس استازي" په کار دی.

په پاکستان کې د اېسټيبلېشمنټ اصطلاح اکثر د پوځ او امنیتي ادارې لپاره کارېږي چې تر اوسه یې د مولانا فضل الرحمان د دعوو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې په سیاسي چارو کې مداخله نه کوي.

بل خوا د انتخاباتو کمېشن ویلي دي چې د فبرورۍ اتمې ټاکنې شفافې وې او که څوک شکایت لري نو له ثبوت سره دې هغې ادارې او عدالت ته ورشي.

له دې پرته نګران حکومت هم ټینګار کړی دی چې په هېواد کې عام انتخابات راڼه او منصفانه ول.

د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان تر دې وړاندې هم د انتخاباتو پایلې رد کړې وې او اعلان يې کړی وو چې په قامي اسمبلۍ کې به د مخالفو ګوندونو پر څوکیو کښېني.

نوموړي د فبرورۍ پر ۱۴مه په اسلام اباد کې د ګوند د مرکزي کمېټۍ تر غونډې وروسته خبريالانو ته وویل چې په ټولټاکنو کې "درغلي" شوې ده.

هغه تور پورې کړی وو چې د ټاکنو کمېشن د اېسټیبلېشمنټ له لوري یرغمل شوی چې له وجې یې پارلېمان ارزښت بایللی او اوس جمهوریت خپله مقدمه بایلي.

په پاکستان د فبرورۍ پر اتمه ټولټاکنې وشوې او د انتخاباتي کمېشن له غیر حتمي پایلو له مخې جمعیت علمای اسلام (ف) د قامي اسمبلۍ څلور، د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ اووه او د بلوچستان اسمبلۍ ۱۱ څوکۍ ګټلې دي.

د هغو انتخاباتو د نتيجو پرضد د پاکستان يوشمېر نورو ګوندونو هم احتجاجونه کړي دي او تور پورې کوي چې په انتخاباتو کې ټګي شوې او نتيجې يې بدلې کړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG