د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پي ټي ای ښځینه غړو د عمران خان او د ګوند د نورو غړو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده


د اپرېل پر ۲۶مه د تحریک انصاف غړې د پېښور پریس کلب مخې ته احتجاج کوي.
د اپرېل پر ۲۶مه د تحریک انصاف غړې د پېښور پریس کلب مخې ته احتجاج کوي.

د پاکستان تحریک ښځینه پلویانو د یاد ګوند د باني او پخواني وزیراعظم عمران خان او د نورو غړو له زندانه د خوشې کولو لپاره احتجاج کړی دی.

د اپریل پر ۲۶مه د پېښور پریس کلب مخې ته په احتجاج کې د ګوند ګڼو ښځینه پلویانو برخه واخیسته.

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ پخوانۍ غړې عایشې نعیم د احتجاج پر مهال، مشال راډيو ته وویل چې حکومت عمران خان او نور مشران یې په دروغو او ناجایزو مقدمو کې زندان ته اچولي دي.

د ۲۰۲۳ز کال د مې پر نهمه د القادر ټرسټ په نوم د درغلۍ په یوه قضیه کې د عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د تحریک انصاف د پلویانو د مظاهرو پر مهال یوشمېر کسانو پر پوځي تاسیساتو، څلو او دولتي او شخصي ودانیو حملې وکړې او ورته یې زیان واړاوه.

تر دې وروسته پولیسو د تحریک انصاف یوشمېر کسان په هغو پېښو کې د ککړتیا پر تور نیولي دي.

احتجاج کوونکو دا غوښتنه هم کوله چې د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې د ټګۍ د تورونو رڼې او شفافې پلټنې دې وشي، خو د پاکستان انتخاباتي کمېشن وايي چې انتخابات شفاف ول او هیڅ درغلي پکې نه وه شوې.

دا په داسې حال کې ده چې عمران خان او د تحریک انصاف یو بل مخکښ شاه محمود قریشي د پاکستان خصوصي عدالت تر پرېکړې وروسته په سایفر مقدمه کې ۱۰ - ۱۰ کلونو لپاره په زندان کې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG