د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امريکا راپور: د پاکستان ریاستي ادارو بشري حقونه په پراخ کچ تر پښو لاندې کړي دي


بلوڅ فعالان وايي، پاکستان تر هغه لا زیات بشري حقونه تر پښو لاندې کوي چې په رپورټ کې یې یادونه شوې ده: انځور له ارشیفه
بلوڅ فعالان وايي، پاکستان تر هغه لا زیات بشري حقونه تر پښو لاندې کوي چې په رپورټ کې یې یادونه شوې ده: انځور له ارشیفه

په پاکستان کې د بشري حقونو لپاره کارکوونکو، د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د هغه کلني رپورټ هرکلی کړی دی چې پر پاکستان یې له بشري حقونو د سرغړونو تورونه پورې کړې دي.

د بشري حقونو لپاره پښتون او بلوڅ فعالان وايي، دا رپورټ د ستاینې وړ دی خو د دوی په وینا، یو خو په پاکستان کې تر هغه لا زیات بشري حقونه تر پښو لاندې کېږي د کوم چې په دې رپورټ کې یادونه شوې او بل امریکا باید له پاکستان سره د اړیکو ساتلو لپاره د تګلارو جوړولو پر وخت داسې رپورټونه مخې ته کښېږدي.

دا له هغه وروسته ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اپرېل پر ۲۲مه د بشري حقونو په اړه په خپل کلني رپورټ کې پر پاکستان ګڼ تورونه پورې کړې دي چې ګواکې په پراخه کچه یې بشري حقونه تر پښو لاندي کړي او د بشري حقونو مبارزین یې سخت ځوروولي دي.

په پاکستان کې له کلونو راهیسې خلک ورکېږي چې زیاتره یې بلوڅان او پښتانه دي. پښتانه او بلوڅ ملتپاله سیاستوال او د بشري حقونو فعالان او غورځنګونه د پاکستان امنیتي او جاسوسي ادارې د خلکو په ورکولو تورنوي خو هغوی دا تورونه ردوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران او پلویان د خپلو ملګرو د خوشې کولو لپاره په بنو کې په پرلت ناست دي: انځور مارچ ۱۵، کال ۲۰۲۲
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران او پلویان د خپلو ملګرو د خوشې کولو لپاره په بنو کې په پرلت ناست دي: انځور مارچ ۱۵، کال ۲۰۲۲

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، دوی د دې هرکلی کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په پاکستان کې له بشري حقونو پر سرغړونو غږ پورته کړی دی. د غورځنګ په وینا، نه یوازې امریکا بلکې د نړۍ نور هیوادونه هم باید پر پاکستان فشار واچوي چې هلته له مېشتو قامونو او په ځانګړې توګه پښتانه او بلوڅ سره له ظلم کولو لاس واخلي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د لادرکه پښتنو لپاره کارکوونکي عالمزېب مسید د اپرېل پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل، د بشري حقونو په اړه د امریکا دا رپورټ که څه هم د ستاینې وړ دی خو د ده په وینا، په دې راپور کې هغه څه بیا هم نه دي وړاندې شوي کوم چې د پښتنو پر خاوره روان دي.

ده وویل، دوی د داسې رپورټونو هرکلی کوي خو ورسره د امریکا په ګډون د نړۍ له هره هیواده غواړي چې د پاکستان په وړاندې په تګلارو جوړولو کې یې عملي هم کړي. "زه وایم چې کوم کار په کار وو او یا نړیوال قوتونه څه کولای شي نو هغسې هیڅ هم نه دي روان، امریکا او نور که ځان بشري حقونو ته ژمن بولي نو بیا خو په کار ده چې په دې اړه خپلې تګلارې بدلې کړي او پر پاکستان فشار واچوي چې هغوی دلته هرڅه روان کړي دي چې له هغه لاس واخلي."

عالمزېب مسید زیاته کړه چې په پاکستان کې پښتانه یوازې تښتول کېږي او وژل کېږي نه بلکې د ده په وینا، د هغوی پر قدرتي شتمنیو او ان تر دې چې پر کورونو او مارکېټونو لا قبضې روانې دي.

د لادرکه بلوڅانو لپاره د مبارزه کوونکي سازمان – وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز – هم د بشري حقونو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا رپورټ ستایلی دی. د یاد سازمان مرستیال مشر او نومیالي بلوڅ فعال عبدالقدیر بلوڅ د اپرېل پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل چې داسې فشارونو د پاکستان واکمن پر دې مجبور کړي چې لږ تر لږه د لادرکه کسانو مسله تایید کړي. خو د ده په وینا، د دې مسلې د هواري لپاره د امریکا او نورې نړۍ له خوا نور او جدي فشار ته اړتیا ده.

هغه وايي: "امریکا هم محسوسه کړې ده چې دا مسله باید هواره شي، وايي ټول خو را وړاندې کېږي څوک نه چې دا مسله هواره کړي، دلته ټول خلک ایجنسیو پورته کړي او د هغوی په بند کې دي، په ملک کې ټول واک او اختیار د وزیراعظم په لاس کې وي خو هغه دلته بې وسه دی."

دا له هغه وروسته ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اپرېل پر ۲۲مه د بشري حقونو په اړه په خپل کلني رپورټ کې پر پاکستان سختې نیوکې کړې دي. په دې رپورټ کې تورونه پورې شوي چې د پاکستان ریاستي ادارو په پراخه کچه بشري حقونه تر پښو لاندې کړي او د بشري حقونو مبارزین یې سخت ځوروولي دي.

په رپورټ کې تور پورې شوی چې پاکستان خلک په جبري توګه لاردکه کوي، شکنجه کوي یې، د هغوی ماورای عدالت وژنې کوي، بندیان په زندان کې په داسې توګه ساتي چې د هغوی ژوند ته خطر وي. د دې تر څنګ د بیان پر ازادۍ د محدودیتونو تر څنګ پر پاکستان ګڼ شمېر نور تورونه هم پورې شوي او زیاته شوې چې پاکستاني ریاست په داسې کړنو کې لاس لرونکي یوه چارواکي ته هم سزا نده ورکړې.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا رپورټ رد کړی او دا یې بې ځایه او له حقایقو لرې بللی دی. یاد وزارت د اپرېل پر ۲۴مه په بیان کې ویلي چې په دې رپورټ کې مځکنیو واقعتونو ته پاملرنه نه ده شوې.

په پاکستان کې د بشري حقونو لپاره د کارکونکي خپلواک سازمان – هیومېن رایټس واچ اف پاکستان – مخکښ حبیب طاهر ایډوکیټ د اپریل په ۲۶ مه مشال راډیو ته وویل، پاکستان باید د دې لپاره قانون جوړ کړي چې د خلکو په لادرکه کولو کې لاس لرونکو ته سزا ورکړل شي. " موږ دا نه وایو چې د ریاست ضد خلک دې وبخښل شي بلکې موږ وایو چې په دې اړه وار له مخه قوانین موجود دي او په کار ده چې داسې خلک عدالت ته وړاندې کړل شي او له هغو قوانینو سره سم دې ورباندې مقدمې وچلول شي، خو دلته د پوځي عدالتونو په څېر یو مساوي نظام روان دی."

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د قانون وفاقي وزیر اعظم نذیر تارړ د اپرېل پر ۲۳مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل په زوره د ورک کړل شويو کسانو مسله "ډېره پيچلې" ده او په يوه ورځ نه شي هوارېدای.

نوموړي وویل، په دې مسله کې د ریاستي ادارو د لاس لرلو دعوه په کلکه نه شي ردېدلای، خو د ده په وینا، په دې اړه يې شواهد نه دي تر لاسه کړي.

XS
SM
MD
LG