د لاسرسي ځای

تازه خبر

پشتين: په زندان کې مې د پلټنو په نامه "سپکاوی" کېده


پشتين: په زندان کې مې د پلټنو په نامه "سپکاوی" کېده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:15:42 0:00

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور احمد پشتين وايي چې په زندان کې يې د پلټنو په نامه سپکاوی کېده، خو نوموړی زياتوي چې هغه پر خپل دريځ ټينګ ولاړ وو. د نوموړي د ادعا په اړه تر اوسه پاکستانيو چارواکو څه نه دي ويلي. له مشال راډيو سره د فبرورۍ پر ۱۶مه د خبرو پر مهال پشتين زياته کړه چې هغه د پښتنو د ښې ورځې لپاره مزاحمت کوي او په دې لار کې هر ډول قربانيو ته چمتو دی. نوموړي زياته کړه چې ډېر ژر به د پښتون ژغورنې غورځنګ په ايين کې پر اصلاحاتو او نوې تنظيم سازۍ کار پيل کړي. پشتين له زندانه تر خلاصېدو وروسته دا وخت د خېبر پښتونخوا د مختلفو برخو په سفر دی. له نوموړي سره بشپړه مرکه وګورئ.

XS
SM
MD
LG