د لاسرسي ځای

تازه خبر

اپوزېشن ګوندونو د پخوانۍ فاټا معدنیات سرکاري ګرځول وغندل


د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ
د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ

د خېبر پښتونخوا حکومت له لوري د نومبر پر ۱۳مه د قبایلي ضلعو معدنیات سرکاري ګرځولو قانون خلاف د دغه صوبې په اسمبلۍ کې اپوزېشن ګوندونو سخت غبرګون ښودلی او د دې بل منظوري خلاف به عدالت ته ځي.

په پېښور پرېس کلب کېپه یوه خبري کانفرنس کې د مخالفو ګوندونو د صوبايي اسمبلۍ غړیو وینا وه چې حکومت په ډېره بیړه بل منظور کړی دی.

په پخوانۍ فاټا کې مرمر، ګرینایټ، میس/کاپر، کرومایټ، سلپرټینو، زرغون ګارنیټ، سور ګارنیټ، هایډوکرېټ، کرسټل او نور معدنیات هم شتون لري.
سراج خان


په صوبايي اسمبلۍ کېد عوامي نیشنل ګوندپارلېماني مشر سردار حسین بابک مشال ریډیو ته وویل چې ګوند یې د دغه بل پرضد عدالت ته ځي. دی وايي په قبایلي ضلعو کي د کربونو روپیو معدنیات پراته دي.

نوموړي پر صوبايي حکومت تور ولګاوه چې د سرمایه دارې ټولۍ د خوشالولو لپاره یې په بیړه بیړهقانون منظور کړو.

د بابک په وینا چې دوی د خپلو سرمایه دارانو په ځولۍ کې د پښتنو شتمنۍ اچولو لپاره دا قانون سازي کړي ده، نو په دې وجه به یې ګوند دغه بل پرضد زر تر زره عدالت ته ځي.

د پيپلز ګوند د صوبايي اسمبلۍ غړی شېر اعظم خان وايي، د پخوانۍ فاټا د معدنیاتو قانون د اسمبلۍ په ایجنډا کې نه وه او مخالف ګوندونو ته یې وار هم نه کړ ور چې پرې وغږېږي.

د شمالي وزیرستان سره تعلق لونکېد صوبايي اسمبلۍغړي میر کلام وزیر وايي د قبایلي ضلعو قامونه به هېڅکله دا قانون و نه مني.

د اپوزیشن یوه بله غړې نکهت اورکزۍ تور پورې کوي چې د تحریک انصاف سرمایه دارانو ته د معدنیاتو ټېکو ورکولو لپاره حکومت دا قانون سازي کړې ده.

خو د خېبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د معدنیاتو صوبايي وزیر امجد علي د دغه قانون منظورولو پر مهال دریځ خپل کړی وو چې په قباییلي ضلعو کې د معدنیاتو پرسر د قومونو لانجو هوارولو او په غیرقانوني توګه د معدنیاتو را-اېستلو مخنیوي لپاره یې دا قانون له اسمبلۍ منظور کړی دی.

قبایلي سیمې په ۲۰۱۸ز کال په مې میاشت کې په خېبر پښتونخوا ورګډې کړل شوې.

له باجوړه د پښتونخوا اسمبلۍ غړی سراج خان له اوږدې مودې راهسې په قبایلو کې د معدنیاتو کاروبار کوي.

نوموړي بېګا مشال رېډیو ته وویل حکومت د بحث پرته مسوده منظوره کړه او که بحث ورباندې شوی واې نو ښې مشورې به یې ورکړی وای ځکه چې دی په دې برخه کې ډېر مالومات لري.

"زیات ماربل دي، ګرینایټ او کاپر هم شته، کرومایټ او سلپرټینو کانونه شته. زرغون ګارنیټ، سور کارنیټ، هایډوکرېټ، کرسټل او نور معدنیات هم شتون لري."

په قبایلو کې موجود معدنیات د قامو او خېلونو جایداد دی او ځینې یې بیا د خلکو ذاتي هم دي. هغه معدنیات چې په غرونو کې او شاملاتو کې دي نو د قام ټول وګړي یې په شریکه خرڅوي او ګټه ټول قام پخپلو کې تقسیموي.

د معدنیاتو په اړه مسوده چې کله اسمبلۍ ته وړاندې شوه نو د اپوزیشن غړیو ورباندې سخت احتجاج وکړ او د حکومت پرضد یې نعرې ووهلې.

په صوبایي اسمبلۍ کې د اپوزیشن ګوند جمعیت علما اسلام ف سیاستوال او د معدنیاتو او وسایلو د پرمختګ د سټېنډینګ کمیټۍ غړی میا نثار ګل وایي، د معدنیاتو په اړه حکومتي بل د قبایلو پر وسایلو د قبضې مترادف دی.

"زموږ پرې تحفظات دي. حکومت په داسې قانونو دا ذخېرې خپلو خلکو او ځینو قوتونو ته ورکول غواړي او په معدنیاتو قبضه کوي."

خو د معدنیاتو صوبایي وزیر امجد علي دا ردوي او وایي په قبایلو کې پر

د مرمرو کاڼي څنګه جوړېږي او تراشل کېږي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:31 0:00


معدنیاتو د خلکو او قامونو ترمنځ شخړی وي او له دې قانون سره نه یوازې دغه لانجې ختمې شي بلکې د سیمې خلکو ته به په خپلو غرونو او درنګونو کې روزګار په لاس ورشي.

فعال او د قبایلو د ځوانانو د تنظیم (ټرایبل یوت فورم) مشر ریحان زېب په قبایلو کې د وسایلو او معدنیاتو په اړه مالومات ټولوي. هغه وایي په قبایلو کې تر ټولو زیات ماربل او کرومایټ دي.

"په ټولو قبایلي ضلعو کې ۳۵ میلیونه ټنه کاپر، ۲ میلیونه ټنه مېګنیز او ۱۳۵ میلیونه ټنه ماربل موجود دي."

اپوزیشن ګوندونه او فعالان دا انتقاد هم کوي چې قبایل په خیبر پښتونخوا د ورګډولو وروسته نه یوازې حکومت هلته د پرمختګ کارونه نه کوي بلکې برعکس یې وسایل ورڅخه اخلي. خو حکومت وایي، په قبایلو کې یې ځینې اصلاحات کړي او دا عمل دوام لري.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG