د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت وايي د جبري بې درکيو ستونزه په يوه ورځ نه شي هوارېدای


په پاکستان کې په زوره د ورک کړل شويو کسانو خپلوان په اسلام اباد کې د هغوی د موندلو لپاره احتجاج کوي ـ انځور له ارشيفه
په پاکستان کې په زوره د ورک کړل شويو کسانو خپلوان په اسلام اباد کې د هغوی د موندلو لپاره احتجاج کوي ـ انځور له ارشيفه

د پاکستان د قانون وزیر، اعظم نذیر تارړ ویلي دي چې په زوره د ورک کړل شويو کسانو مسله "ډېره پيچلې" ده او په يوه ورځ نه شي هوارېدای.

نوموړي د اپرېل پر ۲۳مه په اسلام اباد کې د اطلاعاتو له وزیر عطا الله تارړ سره یوځای یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال زياته کړه چې دا ستونزه له تېرو څلورو لسيزو راهيسې روانه ده.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې له اوږدې مودې راهيسې زرګونه کسان ورک دي چې زياتره يې بلوڅان او پښتانه دي.

د بشري حقونو فعالان د او د ورکو کسانو خپلوان د خلکو د بې درکه کولو تور د هغه هېواد پر امنیتي او استخباراتي ادارو پورې کوي او ادعا کوي چې ځینې کسان يې په "جعلي نښتو" کې وژل شوي هم دي، خو پوځ او استخباراتي ادارو دا تورونه په وار وار رد کړي دي.

تارړ دا هم وويل چې په دې مسله کې د دولتي بنسټونو د لاس لرلو ادعا په کلکه نه شي ردېدلای، خو هغه زياته کړه چې په دې اړه يې شواهد نه دي تر لاسه کړي.

نوموړي زياته کړه چې په پاکستان کې په ۲۰۱۱ز کال کې د ورکو کسانو د قضیو څېړلو لپاره سرکاري کمېشن جوړ شو.

د هغه په وينا د شاوخوا ۱۰،۲۰۰ بې درکه کسانو قضيې هغه کمېشن ته لېږدول شوې دی، چې ۷،۹۰۰ يې هوارې شوي او ۲۳ سلنه يې پاتې دي، خو بلوڅان او پښتانه د بې درکه کړل شويو کسانو شمېر لسګونه زره يادوي.

دا تر هغه وروسته ده چې اسلام اباد های کورټ د ۲۰۲۲ز کال په سېپټېمبر میاشت کې د بلوڅ زده کوونکو پر غوښتنه د ورکو بلوڅانو په اړه يو کمېشن جوړ کړی وو.

د هغه کمېشن مشري د بلوچستان نېشنل ګوند مشر سردار اختر مېنګل کوبه چې د ۲۰۲۲ز کال د نومبر پر ۱۵مه یې په کوټه کې د ورکو بلوڅانو له کورنیو سره وليدل او معلومات يې ورڅخه غونډ کړل. د کمېشن په غړو کې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو غړي، مدني فعالان او حکومتي لوړپوړي چارواکي هم شامل ول.

د ورکو بلوڅانو په اړه د اسلام اباد های کورټ په امر جوړ کمېشن وايي، وړاندې کوي.

د هغه کمېشن غړي او د ملي جمهوري غورځنګ یو مخکښ افراسیاب خټک د ۲۰۲۳ز کال د فبرورۍ پر ۱۸مه په کوټه کې مشال راډیو ته وويل چې کمېشن خپل کار بشپړ کړی او راتلونکې اوونۍ به خپل پلټنیز او معلوماتي رپورټ عدالت ته وړاندې کړي.

اعظم نذير تارړ زياته کړه چې وزيراعظم شهباز شريف يو ځل بيا د جبري بې درکيو د پلټنو لارښوونه کړې ده او د کمېټۍ د بيا جوړولو امر يې کړی دی.

خبري غونډې ته د اطلاعاتو وزير عطا الله تارړ هم وينا وکړه او د د جبري بې درکۍ د ستونزې د هواري په برخه کې يې د حکومت پر ژمنتیا ټینګار وکړ، خو د بې درکه کړل شويو کسانو خپلوانو په وار وار ويلي چې له حکومتي کمېشنونو د هغې ستونزې د هواري هيلې نه لري.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG