د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ورکو بلوڅانو خپلوانو د کوچني اختر پر لومړۍ ورځ احتجاج کړی دی


د ورکو بلوڅانو خپلوانو د کوچني اختر پر لومړۍ ورځ احتجاج کړی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:17 0:00

د ورکو بلوڅانو د کورنیو غړو، لسګونه فعالانو، د بشري حقونو کمېشن استازو او د یوشمېر ګوندونو غړو او پلویانو د کوچني اختر پر لومړۍ ورځ په کراچۍ ښار کې احتجاجي لاریون او مظاهره کړې ده. د اپرېل ۱۰مې د احتجاج ګډونوالو ویل چې په داسې حال کې چې خلک د اختر خوشالۍ کوي، د ګڼو بلوڅانو د کورنیو غړي ورک دي او هېڅ درک یې نه لګي. د حقونو فعالان تور پورې کوي چې امنیتي او استخباراتي ادارې د بلوڅانو په ورکولو کې لاس لري چې ورڅخه یې ځینې په "جعلي نښتو" کې وژلي هم دي، خو هغوی دا تورونه ردوي. پوځ وايي، ځینې کسان چې ورک بلل کېږي، له ناقانونه وسلوالو ډلو سره یو ځای شوي دي. په پاکستان کې په ۲۰۱۱ز کال کې د ورکو کسانو د قضیو څېړلو لپاره سرکاري کمېشن جوړ شو. د هغه کمېشن استازو د ۲۰۲۴ز کال د جنورۍ پر اتمه د ورکو کسانو په اړه د قضیې اورېدنې پر مهال سپریم کورټ ته رپورټ وړاندې کړ چې پکې راغلي دي چې د ۲۰۲۳ز کال تر ډېسېمبر پورې ورسره تر ۱۰،۰۰۰ څخه د زیاتو لادرکو کسانو نومونه ثبت شوي ول چې په هغوی کې یې د ۶،۰۰۰ کسانو قضیې ختمې کړې دي. ویډیويي رپورټ وګورئ.

XS
SM
MD
LG