د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا تعلیمي څانګې د امریکا په مالي مرسته د انټرنېټي هنرونو د زده کړې پروژه پيل کړې ده


په رونیز پروګرام کې له ۱۸ ته ۳۵ کلونو کسان برخه اخیستی شي ـ انځور له ارشیفه.
په رونیز پروګرام کې له ۱۸ ته ۳۵ کلونو کسان برخه اخیستی شي ـ انځور له ارشیفه.

د اپریل پر ۲۰مه له مشال راډیو سره په خبرو کې د هغې پروژې سیمه اييز مشر کشور خان وويل چې د چارسدې، نوښار، خيبر، شمالی او جنوبي وزیرستانونو، ټانک او ډېره اسماعيل خان لپاره په دغه روزنيز پروګرام کې د داخلې وروستۍ نېټه د اپريل ۲۶مه ده

د خيبر پښتونخوا انفارمېشن ټېکنالوجۍ تعليمي بورډ د امریکا او ملګرو ملتونو په مالي مرسته د هغي صوبې د اوو ضلعو د زده کونکو لپاره د ډيجيټل او انټر نيټي هنرونو د روزنې پروګرام اعلان کړی دی.

د اپریل پر ۲۰مه له مشال راډیو سره په خبرو کې د هغې پروژې سیمه اييز مشر کشور خان وويل چې د چارسدې، نوښار، خيبر، شمالی او جنوبي وزیرستانونو، ټانک او ډېره اسماعيل خان لپاره په دغه روزنيز پروګرام کې د داخلې وروستۍ نېټه د اپريل ۲۶مه ده، د نوموړي په خبره په دې پروګرام کې د يو شمېر هنرونو زده کړې ورکول کېږي.

هغه وویل "په دې پروګرام کې يو د ۱۵ورځو او بل د دوو میاشتو پروګرام دې، په دې کې روزانه څلور ګېنټې زده کړې ورکول کېږي، او پکې اي کامرس، ورلډ پريس، ګرافک ډيزاينګ، ويب ډيزاينګ ، او ويډيو ايډيټنګ ښوول کېږي. د ۱۵ ورځو د روزنې نه پس به هر زده کونکي ته ۱۰،۰۰۰ روپۍ ورکول کېږي او د اوږد مهاله روزنې نه پس به هغه کس ته انټرن شپ ورکول کېږي. د چارسدې، نوښار او خیبر لپاره به د روزنې انتظامات په ټيکنيکل کالج کوهاټ روډ کې کېږی."

د کشور خان په خبره د ۱۵ ورځو د کورس لپاره به په اوونۍ کې شپږ او د اوږد مهاله کورس لپاره په اوونۍ کې پینځه ورځې لازمي حاضري ضروري وي.

د هغه په خبره په دې روزنيز پروګرام کې يوازې په یادو شويو ضلعو کې مېشته هغه نجونې، هلکان او نرښځيان برخه اخیستې شي، چې عمرونه يې له ۱۸ تر ۳۵ کالو پورې وي.

د لنډ مهاله کورس لپاره ۱۲ ټولګي او د اوږد مهال کورس لپاره د ۱۴م ټولګي نه فارغ زده کوونکي درخواستونه ورکولې شي، په دې پروګرام کې د نجونو لپاره ۵۰ فیصدی برخه ځانګړې شوې ده.

د پروژې مشر جازش وهاب وایي چې په دې لړ کې د امریکا د نړيوالې پرمختیايي ادارې او د ملګرو ملتونو په مالي مرسته د صوبې په ۲۱ ضلعو کې څه د پاسه ۱۰۰۰ زده کونکو ته دا روزنه ورکړل شوې ده چې پکې تر دا مهال ۸۷ سلنه زده کونکو خپل کاروبارونه شروع کړي دي او په روزانه بنیاد ترې مالی ګټه کوي.

تیمور خان یو له هغو کسانو څخه دی چې په ۲۰۲۳ز کال په دېسېمبر کې ېې د انټر نيټي هنرونو دا روزنه تر سره کړې ده. هغه وایی د زده کړو ترسره کولو وروسته یې ترې ګټه اخیستل پيل کړل.

هغه وویل "د دې روزنې له امله ما په انټرنيټي نړۍ کې نوي نوي ځايونه پيدا کړل، نوو خلکو سره په رابطه کې شوم، ګرافک ډيزاينګ، ورلډ پریس بلاګنګ مې زده کړ، زه وايم چې ماته دې پروګرام د الوتو چل اوښود. دې ۱۵ ورځو ماته يوه د ژوند نقشه راکړه، چې زه پرې مخکې تلای شم، او انشاالله ډير زر به زه خپله يوه ويب پاڼه شروع کووم چې پکې هر څه وي."

د ټانک، ډېره اسماعيل خان، شمالی او جنوبي وزيرستان لپاره د دې روزنيز پروګرام سیمه اييز مشر جازش وهاب د اپریل پر ۲۰مه له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې دا روزنيز پروګرام به د ډیره اسمعيل خان په ګورنمنټ کالج منیجمنټ ساينس، د ښځو ګورنمنټ ډګري کالج او د هلکانو لپاره په ټيکنکل او ووکيشنل مرکز کې کېږی.

هغه وویل "دا اوس به د ټانک، ډېره اسماعيل خان، شمالي او جنوبي وزیرستان زده کونکو لپاره کېږي. موږ وار له مخه يواېن ډي پي د شمالی او جنوبي وزیرستان د زده کونکو فهرست راکړی دی، خو که په دغو کې څه کسان د عمر او یا تعليمي قابليت د ستونزې له امله پاتې شول نو بیا به موږ د نورو کسانو انتخاب کوو."

د پېښور ډويژن لپاره پراجيکټ ډايريکټر کشور خان وايي چې د ډيجيټل او انټرنېټي هنرونو د روزنې په سلسله کې ۳۰۰۰ نجونو ته روزنه ورکول يې هدف دی. د هغه په خبره، تر دا مهال ۱۲۰۰ نجونو او هلکانو ته روزنه ورکول شوې ده او هغو ترې مالي ګټه تر لاسه کوي.

XS
SM
MD
LG