د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا سفیر د خیبر پښتونخوا حکومت سره د مرستو د دوام ژمنه کړېده


په اسلام اباد کې د امریکا سفیر ډانلډ بلوم په پېښور کې غونډې ته وینا کوي: انځور د نومبر ۲۷مه، کال ۲۰۲۳
په اسلام اباد کې د امریکا سفیر ډانلډ بلوم په پېښور کې غونډې ته وینا کوي: انځور د نومبر ۲۷مه، کال ۲۰۲۳

په پاکستان کې د امريکا سفير ډانلډ بلوم ويلي چې حکومت يې له اوږدې مودې راهيسې له پاکستان سره د يو ملګري هېواد په حيث خپلو مرستو ته دوام ورکړی دی.

د نوموړي په وينا امريکا په پاکستان کې پر سکولونو او سړکونو جوړولو سربېره د روغتيا او پاکوالي په ګډون په يوشمېر نورو پروژو کې مرسته کړې ده.

ډانلډ بلوم دا څرګندونې د نومبر پر ۲۷مه په پېښور کې د پاکو اوبو د رسولو، د ډېرانونو ليرې کولو او د هغه لپاره د پرمختللي مشېنرۍ او ګاډو ورکولو ۱۲ کلنې منصوبې پای ته د رسېدو په اړه جوړې شوې دستورې ته په وينا کې کړې دي.

نوموړي پر دې مهال زياته کړه چې د دې پروژې لپاره د امريکا نړيوالې مرستندويه ادارې د خيبر پښتونخوا له حکومت سره ۴۴ اعشاريه شپږ مېليونه امريکايي ډالره مرسته کړې ده.

نوموړي زياته کړه چې امريکا به په راتلونکي کې هم له پاکستان سره په دا ډول نورو منصوبو کې مرسته کوي.

هغه وویل، "موږ په [پاکستان کې) په هره څانګه کې په پراخه توګه کارونه کړي دي. له ودانيو څخه واخلې تر زرګونه کلوميټره اوږدو سړکونو جوړولو پورې، او بيا په خيبر پښتونخوا کې د تعليم لپاره د زرګونو سکولونو د بيارغونې او د سلګونو نويو سکولونو جوړولو پورې مو کار کړی دی. موږ د روغتيا په څانګه کې هم کار کړی دی چې د روغتياپالانو روزنه پکې شامله ده."

په پاکستان کې د امریکا سفیر په پېښور کې له رسنیو سره خبرې کوي: انځور د نومبر ۲۷مه کال ۲۰۲۳
په پاکستان کې د امریکا سفیر په پېښور کې له رسنیو سره خبرې کوي: انځور د نومبر ۲۷مه کال ۲۰۲۳

بلخوا په پېښور کې حکومتي چارواکي وايي د امريکا د نړيوالې مرستندويه ادارې د ۱۲ کلنې پروژې په نتيجه کې په پېښور، ملاکنډ او ډېره اسماعيل خان کې خلکو ته د څښاک د پاکو اوبو پر رسولو سربېره هلته صفايي هم پر وخت او په غوره توګه کېږي.

د ارباب لنډۍ انیله بي بي چې په دستوره کې ناسته وه مشال راډیو ته یې وویل، "زموږ ټیوب ویلونو ته یې مشینري نوې کړې ده چې ورسره د اوبو ترسیل ډېر ښه شوی دی. د دې ترڅنګ په لوی اختر کې به چې ګندونه جمع شول او تر میاشتو میاشتو به پراته وو، بوی به یې خور وو، ظاهره ده خلکو سره به دومره وسایل نه وو چې غم یې وخوري، خو له کله نه چې د امریکا په مرسته دا منصوبه شروع شوې، ورسره زموږ دغه مسلې حل شوې دي."

نوموړې وړاندې وویل، د صفایۍ د نظام له ښه کېدو سره د ملیریا او ډینګي په شمول ګڼې نارغۍ هم کمې شوې دي.

په خیبر پښتونخوا کې د صفایۍ او د نکاسۍ د صوبايي ادارې (ډبلیو اېس اېس پي) ویاند حسن علي د نومبر په ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې د امریکايي ادارې یو اېس ای اېې ډي د ۱۲ کلنې پروژې نه هغوی ډېره ګټه ترلاسه کړې او د پېښور تر څنګ په ملاکنډ او ډېره اسماعیل خان کې خلکو ته د اوبو رسولو ترڅنګ د صفایۍ هم ښه انتظام شوی دی.

هغه وايي: "دا یو ډېر ښه پروګرام و چې له وجې یې تر ۱۲ کالو پورې زموږ شریک خدمتونه روان وو او په پېښور کې د صفایۍ انتظام ډېر ښه شوی ورسره. د پاکو اوبو په رسولو او د ګنده اوبو په نکاسۍ کې ډېر بدلون مخې ته راغلی دی."

نوموړی وايي، د امریکا سفیر ته یې خواست کړی چې د خیبر پښتونخوا له حکومت سره دې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG