د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډونلډ بلوم: د امریکا په مرسته "پایدار زراعت" پروژې سلګونه کروندګرو ته ګټه رسولې


په پاکستان کې د امریکا سفیر ډونلډ بلوم د نومبر پر ۲۸ په پېښور کې.
په پاکستان کې د امریکا سفیر ډونلډ بلوم د نومبر پر ۲۸ په پېښور کې.

په پاکستان کې د امريکا سفير ډونلډ بلوم ویلي چې امریکا او پاکستان شریکې ګټې لري‌ چې په خیبر پښتونخوا کې امن، پرمختګ او سوکالي باوري کړي.

ډونلډ بلوم دا څرګندونې د نومبر پر ۲۸ د پېښور په زرعي پوهنتون کې جوړې شوې غونډې ته د مشر مېلمه په توګه په وینا کې کړې دي.

دا غونډه د امریکا په مالي مرسته "د پایدار زراعت پنځه کلنې پروژې" د سر ته رسېدو لمانځلو لپاره جوړه شوې وه.

په پاکستان کې د امریکا سفیر ډونلډ بلوم په زرعي پوهنتون پېښور کې
په پاکستان کې د امریکا سفیر ډونلډ بلوم په زرعي پوهنتون پېښور کې

په دې غونډه کې د خيبر پښتونخوا د زراعت محکمې چارواکو ،د خوراک او زراعت سازمان چاروکو تر څنګ هغو نارینه او ښځینه کروندګرو هم برخه اخیستې وه چې د دې پروژې له لارې روزنه ورکړل شوې وه.

دا پروژه د امریکايي سفارت په ۱۳ لاکه ډالرو مالي‌ مرسته د خیبر پښتونخوا په پنځو ضلعو کې ترسره شوې چې خيبر، تورغر، باجوړ، اورکزي او مومند ضلعې شاملې وې.‌

امریکايي سفیر ډونلډ بلوم دې پایغونډې ته وویل، دوی هڅه کوي‌ چې د داسې پروژو له لارې خلکو ته د امدن متبادلې او نورې لارې روښانه کړي.


ده وویل، "د دې پروژې لاسته راوړنې چې موږ دلته واوريدې، ډيرې پراخې دي ،د دې په نتيجه کې د خیبر پښتونخوا ولس ته متبادلو فصلونو ته لاس رسی او د کروندې غوره کړنلارو سره پيژندګلوي ممکنه شوه."

نوموړي وویل چې په دې پينځو ضلعو کې تر ۳۷۰۰ زیاتو کروندو له دې پروژې ګټه ترلاسه کړې ده چې تر شپږ سوه زیاتې پکې ښځینه هم شاملې دي.

ډونلډ بلوم وویل، "د دې په مرسته تاسو د ميوو او دسبزيو باغونه، ګرين هاوس او د اوبه خور غوره نظام قایم کړل شو چې تر پينځه زره زیاتو خلکو ته ګټه ورسېده."

خیبر پښتونخوا کې د امریکا او ملګرو ملتونو په مالي مرسته د کروندګرو روزنیز مرکزونه فعال شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:04 0:00


د دې پروژې له لارې ګټه ترلاسه کوونکي د باجوړ حاجي سبحان وايي، تر دې وړاندې به د دوی مځکو یو نیم فصل کاوی خو اوس ټول کال په نویو طریقو سره هر ډول فصل کوي.

په کورونو کې کرونده ګرو زنانو ته تربيه ورکونکي نازيه بوستان وايي د صوبې په قبایلي ضلعو او نورو وروسته پاتې سيمو کې زنانه کروندې کوي خو د کلتوري محدوديتونو له کبله نه بهر راوځي او نه روزل کېږي.

د دې په وینا، دوی د "پایدار زراعت پنځه کلنې پروژې" له لارې مېرمنو ته په کور دننه روزنه ورکړې او دا ډېره ګټوره ده.

د امریکا حکومت له پاکستان او په ځانګړې توګه خیبر پښتونخوا سره په بېلا بېلو برخو کې پراخې مرستې کړې دي چې د زراعت، پولیس او امنیت تر څنګ نورې هم شاملې دي.

XS
SM
MD
LG