د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ جنوبي وزيرستان کې د ۲ مشکوکو وسلوالو د وژلو دعوه کړې ده


د کوز جنوبي وزيرستان په واڼه کې د پاکستان پوځيان ګزمه وي ـ پخوانی انځور
د کوز جنوبي وزيرستان په واڼه کې د پاکستان پوځيان ګزمه وي ـ پخوانی انځور

د پاکستان پوځ ادعا کړې ده چې په جنوبي وزیرستان کې يې د استخباراتي معلوماتو پر اساس په ترسره شویو عملیاتو کې دوه مشکوک وسلوال وژلي دي.

د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ای ایس پي ار) په بيان کې ويلي دي چې هغه وسلوال د اپرېل پر نهمه له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.

پوځ دا نه دي ويلي چې وژل شوي د کومې ډلې وسلوال ول. داراز، تر اوسه وسلوالو هم په دې اړه غبرګون نه دی ښوولی.

بيان زياتوي چې امنیتي ځواکونو تېره اوونۍ هم په خیبر پښتونخوا کې په دوو عملیاتو کې ۱۰ او د بلوچستان په پنجګور ضلع کې دوه مشکوک وسلوال وژلي ول.

پوځ په داسې حال کې د وسلوالو پرضد د عملياتو خبر ورکړی دی چې په پاکستان کې د امنيتي چارو يوې څېړنيزې ادارې د اپرېل پر درېيمه په خپل راپور کې ويلي ول چې د ۲۰۲۴ز کال په لومړیو درو میاشتو کې په هغه هېواد کې د "ترهګرۍ په ۲۴۵ پېښو کې ۴۳۲ ولسي وګړي، امنیتي سرتېري او وسلوال وژل" شوي او ۳۷۰ ژوبل شوي دي.

راپور زياته کړې وه چې په هغو کې ۹۲ سلنه بریدونه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې شوي دي.

په وروستيو کې د خيبر پښتونخوا د قبايلي سيمو تر څنګ د هغې صوبې په جنوبي سيمو کې د بدامني پېښې زياتې شوې دي چې پرضد يې ولسونو پراخې مظاهرې، جلسې او جرګې کړې دي.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو د ترهګرۍ ضد اداره (سي ټي ډي) د اپرېل په لومړۍ اوونۍ کې په خپاره کړي راپور ويلي ول چې د ۲۰۲۴ز کال په لومړیو درو میاشتو کې پر پولیسو د وسلوالو بریدونه زیات شوي دي.

راپور زياته کړې وه په جنورۍ، فبرورۍ او مارچ پر پولیسو ټولې ۵۹ حملې شوې دي چې پکې ۴۹ پولیس وژل شوي او ۴۸ ژوبل دي.

د سي ټي ډي په وينا، په ټولیز ډول د روان کال په لومړیو درو میاشتو کې په خیبر پښتونخوا کې ټول ۱۳۱ وسلوال فعالیتونه وشول چې پکې هدفي او نورې حملې او بمي چاودنې شاملې دي.

د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې رپورټ ښيي چې زیاتره وسلوال فعالیتونه د صوبې په جنوبي ضلعو کې شوي دي.

په خیبر پښتونخوا کې وسلوال وخت په وخت پر پولیسو او نورو امنیتي سرتېرو، او داراز، پر حکومتي کارکوونکو، ولسي مشرانو، سیاستوالانو، دیني عالمانو او فعالانو حملې کوي.

انتظامي او امنیتي چارواکي وايي چې په بېلابېلو سیمو کې یې د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG