د لاسرسي ځای

تازه خبر

لکي مروت او جنوبي وزیرستان کې ۳ پوليس سرتېري وژل شوي دي


د پاکستان پر پولیسو تر دې وړاندې هم وسله والو بریدونه ترسره کړې دي: انځور له ارشیفه
د پاکستان پر پولیسو تر دې وړاندې هم وسله والو بریدونه ترسره کړې دي: انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا په لکي مروت او جنوبي وزیرستان کې په دوه جلا جلا پېښو کې د یو افسر په ګډون درې پولیس سرتېري وژل شوي دي.

د خیبر پښتونخوا پولیسو پر اېکس لیکلي دي چې د اپرېل پینځمې په شپه ناوخته، وسلوالو د لکي مروتو منجیواله چوک سره نېږدې د پولیسو پر ګاډي ډزې وکړې او ډي اېس پي ګل محمد خان او ورسره ناست پولیس سرتېری نسیم ګل یې ووژل.

چارواکي وایي، تر پېښې وروسته یې په سیمه کې د لټون عملیات پیل کړي دي.

چارواکي وایي، بله پېښه د اپرېل پر پینځمه مازیګر مهال د کوز جنوبي وزیرستان په برمل تحصیل کې هغه مهال وشوه چې وسلوالو د پولیو ضد واکسیني ډلې ساتونکی پولیس وویشت.

په واڼا کې د پولیسو تاڼې مشر الله نواز وزیر مشال راډیو ته وویل چې پېښه د رغزۍ تاڼې په حدودو کې هغه وخت وشوه چې پر موټر سایکل سپرو وسلوالو د پولیو بهیر کارکونکیو مخه ونیوله او پولیس سرتېري ته یې د وسلې غورځولو وویل. د نوموړي په وینا کله چې ساتونکي د هغوی خبره ونه منله نو وسلوالو پرې ډزې پيل کړې.

پولیس چارواکي وایي د پېښې مقدمه یې د ناڅرګندو وسلوالو خلاف لیکلې او پلټنې یې پیل کړي دي.

د لکي مروت او کوز جنوبي وزیرستان د پېښو ذمه واري چا نه ده منلې.

تر دې وړاندې هم په قبایلي ضلعو او د خیبر پښتونخوا په ځینو بندوبستي سیمو کې د پولیو مهم پر کارکونکیو وسلوال بریدونه شوې دي.

بل پلو، د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې اې اېس پي ار د اپریل پر شپږمه په خپور کړي یو بیان کې ویلې دي چې یوه ورځ وړاندې یې په ډېره اسماعیل خان کې اته ترهګر وژلي دي. په بیان کې راغلي چې دا کسان د پټو استخباراتي معلوماتو ترلاسه کولو وروسته د پوځ په عملیاتو کې وژل شوي دي.

په ډېره اسماعیل خان کې د استخباراتي ادارې یو کارکوونکي په دې شرط چې نوم به یې پټ ساتل کېږي، ځکه چې له رسنیو سره د خبرو واک نه لري، د اپریل پر شپږمه مشال راډیو ته وویل، د پاکستان پوځ دا عملیات د ډېره اسماعیل خان د کلاچۍ تحصیل په کوټ سلطان سیمه کې کړي او د تحریک طالبان پاکستان ګنډاپور ډلې وسله وال وژلي دي. خو تحریک طالبان پاکستان وسله والې دم ګړۍ ته په دې اړه څه نه دي ویلي.

په خيبرپښتونخوا کې له ډېرې مودې راهيسې بدامني روانه ده چې پرضد يې خلکو په وار وار لاريونونه هم کړي دي.

د فبرورۍ پر ۲۹مه په لکي مروتو کې وسلوالو د پولیو واکسیني ډلې یو کارکوونکی وژلی وو.

د ۲۰۲۲ز کال له وروستیو میاشتو راهیسې د لکي مروتو په ګډون د خیبر پښتونخوا په جنوبي او قبایلي ضلعو کې په حملو کې لسګونه پولیسو او ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د هغو ضلعو اوسېدونکي له مودې راهیسې له ناامنۍ سر ټکوي او وايي، یو پلو وسلوال هلته فعالیتونه کوي او له بل لوري داسې ډلې هم موجودې دي چې په بېلابېلو جرمونو یې د خلکو ژوند او مال ته ګواښ پېښ کړی دی.

خو ضلعي پولیس وايي چې هلته امنیت د پخوا پرتله ښه شوی دی او زیاتوي چې د ولس په مرسته یې د وسلوالو او جرم کوونکو ډلو پرضد اقداماتو ته دوام ورکړی دی او په سیمه کې امنیت ته ژمن دي.

XS
SM
MD
LG