د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سدې خلک وايي که حکومت امنيت ټينګ نه کړ نو پراخ احتجاجونه پيلوي


د کورمې خلکو تر دې وړاندې هم د بدامنۍ خلاف مظاهرې کړې دي: انځور له ارشیفه
د کورمې خلکو تر دې وړاندې هم د بدامنۍ خلاف مظاهرې کړې دي: انځور له ارشیفه

د کورمې د سدې خلکو د اپرېل پر اتمه په يو احتجاج کې دړکه کړې چې که حکومت د سپرليو پر ګاډو د بريدونو لړۍ و نه دروله او پکې ککړ کسان يې ګرفتاره نه کړل نو له وړوکي اختر وروسته به پراخ احتجاجونه پيلوي.

دا له هغې وروسته ده چې د اپرېل پر اوومه ناپېژندليو کسانو په پاړه چينار کې له سدې څخه پر ورغلي يوه ګاډي په ډزو کې دوه مساپر ووژل او څلور نور يې ژوبل کړل.

دا لومړۍ ځل نه دی چې په کورمه کې پر مساپروړونکو ګاډو بريدونه کېږی بلکې وړاندې هم دغسې پېښې په وار وار شوې دي چې ورسره زیاتره وخت مسلکي ترېنګلتيا زیاته شوې ده.

په هغه سيمه کې د تېر ۲۰۲۳ز کال له اکتوبر راهیسې پر مساپر وړونکو ګاډو په بریدونو کې شاوخوا ۳۳ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

په سده کې د سنيانو د يوه ځايي تنظيم "اهل سنت اتحاد کونسل" مشر حکمت خان حکمتيار د اپرېل د اتمې نېټې د مظاهرې پر ګډونوالو غږ وکړ چې که حکومت د وړوکي اختر په رخصتیو کې د پاړه چينار د بريد عاملين و نه نيول نو ټول بايد بېرته احتجاج پيل کړي.

هغه وايي "کوم ظلم يې چې وکړ، نو اوس هم وايو چې تر اختره او تر هغې وروسته تر درو ورځو پورې له حکومت سره موقع ده. او که قاتلين ګرفتاره نشول وروڼو، نو موږ او تاسو به بيا راوځو."

بلخوا په پاړه چينار کې د شيعه ګانو د تنظيم "انجمن حسينيه" مشر جلال حسېن بنګښ د اپرېل پر اتمه له رسنيو سره په خبرو کې حکومت ملامت کړی چې پر ګاډو د بريدونو په درولو کې ناکامه شوی دی.

خو په بره کورمه کې يو امنيتي چارواکي د نوم پټ ساتلو په شرط مشال راډيو ته ويلي چې پر ګاډو د حملو مسله يې جدي نيولې او د مخنيوي لپاره يې اقدامات کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په کورمه کې پر مساپروړونکو ګاډو د ډزو او کاڼو ورولو په پېښو کې تر اوسه شاوخوا ۳۰ ځايي کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG