د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې د کاروباري لانجې پر سر په ډزو کې ۲ تنه وژل شوي دي


روغتیايي چارواکی وايي چې پېښه د کورمې په پیواړ کې شوې ده.
روغتیايي چارواکی وايي چې پېښه د کورمې په پیواړ کې شوې ده.

د خیبر پښتونخوا د کورمې په پیواړ تنګي کې د کاروباري لانجې پر سر په ډزو کې دوه تنه وژل شوي او دوه ژوبل دي.

د پاړه چینار د روغتون مشر ډاکتر میر حسن جان د اپرېل پر څلورمه مشال راډیو ته وویل چې پېښه د اپرېل پر درېیمه شپې مهال شوې ده.

د نوموړي په خبره، هغه کسان له یو بل سره په کاروبار وران شوي ول او پر یو بل یې ډزې کړې دي.

دی وايي، د سیمې خلکو د وژل شویو جسدونه او ژوبل کسان شپې شاوخوا ۱۲ بجې روغتون ته انتقال کړل.

د ډاکتر میر حسن جان په خبره، دوه تنه د پېښې په ځای کې مړه شوي ول او دوه نور ژوبل ول چې اوس یې روغتیايي وضعیت ښه دی.

د سیمې پولیسو لا د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG