د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شام کې د ایران پر کونسلګرۍ اسراییلو هوایي برید کړی


په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ په اسراییلي حمله کې نږدې ودانیو ته هم تاوانونه رسېدلي دي: انځور اپریل ۱، کال ۲۰۲۴
په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ په اسراییلي حمله کې نږدې ودانیو ته هم تاوانونه رسېدلي دي: انځور اپریل ۱، کال ۲۰۲۴

د شام په پلازمېنه دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسرايیلو په هوايي برید کې د ایران د اسلامي انقلابي ساتندويانو ځواک د یوه قومندان په ګډون ګڼ کسان وژل شوي دي.

د سوریې او ايران چارواکو، رسنيو او حکومت مخالفو ډلو ويلي چې دا بريد پرون (د اپرېل پر لومړۍ نېټه) شوی دی، چې ايراني چارواکو يې د غچ اخيستنې ګواښونه کړي دي. د ایران دولتي ټېلېويژن راپور ورکړی دی، چې د سپاه پاسداران د قدس ځواک یو جګپوړي قومندان برېګېډيېر جنرل محمد رضا زاهدي په دمشق کې د ایران د کونسلګرۍ پر ودانۍ د اسراييلو په برید کې وژل شوی دی.

یوې پوځي سرچینې د شام حکومتي خبري اژانس ته ویلي چې اسرايیلي توغندي د ګولان له لوړو څخه توغول شوي چې د شام د هوايي دفاع نظام یو شمېر شنډې کړې، خو ځينو يې هدف په نخښه کړ، چې "د ودانۍ د بشپړ ویجاړولو" او "دننه د ټولو کسانو" د وژلو او ژوبلېدو لامل شول.

ایران ويلي چې اېف ۳۵ ډوله جنګي الوتکو د کونسلګرۍ ودانۍ په شپږو توغندیو ویشتلې وه. د اسراییلو د پوځ ویاند د دې پېښې په اړه په ځانګړې توګه څه نه دي ويلي خو زياته کړې يې ده چې هغوی د بهرنيو رسنيو پر راپورونو تبصرې نه کوي. بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مېتیو میلر د اپریل په لومړۍ نېټه ورځنۍ خبري غونډې ته وويل چې واشنګټن "د هر هغه څه په اړه اندېښمن دی چې په سیمه کې د جګړې د زیاتوالي لامل ګرځي.

اسراییل چې پر ایراني اهدافو د بریدونو په اړه په اسانه تبصره نه کوي، د دغې پیښې په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

د سوریې د بشري حقونو یوه ډله چې له بریتانیا څخه فعالیتونه کوي، ویلي چې د تېرې ورځې په دغه برید کې دوه سوریایي وګړي هم وژل شوي او د کونسلګرۍ دوه ساتونکي ټپیان شوي هم دي.

په سوریه کې د ایران سفیر حسین اکبري اسراییلو ته په همدې کچه د لا جدي غچ خبرداری ورکړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG