د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوال عدالت اسراییل ته امر کړی چې په غزه کې د قحطۍ مخه ونیسي


په غزه کې په الشفا روغتون او شاوخوا سیمو کې د اسراییل تر برید وروسته لوګي پورته کېږي ـ د مارچ ۲۱مې انځور.
په غزه کې په الشفا روغتون او شاوخوا سیمو کې د اسراییل تر برید وروسته لوګي پورته کېږي ـ د مارچ ۲۱مې انځور.

د انصاف نړیوال عدالت په متفقه توګه اسراییل ته امر کړی دی چې محاصره شوې فلسطیني ابادۍ ته د خوړو بنیادي توکیو د رسد د یقیني کولو او د قحطۍ د مخنیوي لپاره اړین او موثر اقدامات وکړي.

عدالت د مارچ پر ۲۸مه، ویلي، په غزه کې فلسطینیان عملا د خراب وضعیت او قحط سره مخامخ دي.

دا په داسې حال کې ده چې په غزه کې د حماس واکمنان وايي، د بشري ناورین د مخنیوي لپاره اړینه ده چې اوربند وشي.

د مارچ پر ۲۸مه د انصاف د نړیوال عدالت دا امر پر داسې مهال مخې ته راغلی دی چې په غزه کې د الشفا روغتون چاپېره د اسراییلي ځواکونو او فلسطینیو جنګیالیو ترمینځ جګړه روانه ده.

امریکا او اروپایي ټولنه حماس ترهګره ډله بولي. د حماس او اسلامي جهاد وسلوالې څانګې ویلي، هغوی پر اسراییلي ځواکونو او د هغوی پر ټینکونو د راکټ او هوان توغندي ورولي دي.

د انصاف د نړیوال عدالت د حکم په اړه په سملاسي ډول د اسراییلي مشرانو غبرګون مخې ته نه دی راغلی خو حماس د دې پرېکړې هرکلی کړی دی.

حماس د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو برید وکړ او شاوخوا ۱،۲۰۰ اسراييلي وګړي يې ووژل او۲۵۰ کسان یې یرغمل کړل.

تر اوسه یوشمېر یرغمل شوي د یو جوړ جاړي له لارې خوشې کړل شوي دي. اسراییل د حماس د برید په غبرګون کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی. په جګړه کې تراوسه تر ۳۲،۰۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي دي چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG