د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي غزه کې د اوربند پر پرېکړه ليک رایې اچوي


د مارچ پر ۲۲مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې انځور.
د مارچ پر ۲۲مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې انځور.

ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي هېوادونه په غزې تړانګه کې د روژې په مياشت کې د سمدستي بشري اوربند د غوښتنې لپاره پر يوه پرېکړه ليک رايې واچوي.

دا تر هغې وروسته ده چې روسیې او چين د مارچ پر ۲۲مه د امریکا هغه پرېکړه ليک رد یا ویټو کړ چې پکې د اسراييلو، امریکا او اروپایي ټولنې له لوري د ترهګرې ګرځول شوې ډلې حماس ترمینځ په شخړه کې د سمدستي او تلپاتې اوربند غوښتنه شوې وه.

امريکا خبرداری ورکړی دی چې نوی پرېکړه ليک ښايی د دښمنیو درولو په خاطر د دوی، قطر او مصر له خوا پیل شوي مذاکرات زیانمن کړي ورسوي.

له دې څخه داسې امکان څرګندېږي چې ښايي د مارچ پر ۲۵مه امریکا هغه قرارداد ویټو کړي.

حماس د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو برید وکړ او شاوخوا ۱،۲۰۰ اسراييلي وګړي يې ووژل او۲۵۰ کسان یې یرغمل کړل.

تر اوسه یوشمېر یرغمل شوي د یو جوړ جاړي له لارې خوشې کړل شوي دي. اسراییلو د حماس د برید په غبرګون کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی.

په عین حال کې په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، په جګړه کې د وژل شويو فلسطينيانو شمېر تر ۳۲،۰۰۰ اوښتی دی چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG