د لاسرسي ځای

تازه خبر

نتنیاهو: اسرايلي ځواکونه په رفح کې ځمکني عملیات پیلوي


پر رفح ښار د اسرايلو بمباري. انځور د ۲۰۲۴ کال د فرورۍ میاشتې دی.
پر رفح ښار د اسرايلو بمباري. انځور د ۲۰۲۴ کال د فرورۍ میاشتې دی.

د اسراییل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو رفح ښار ته د سرتېرو استولو هوډ ښوولی دی.

هغه د مارچ پر ۱۷مه وویل چې د غزې په هغه جنوبي ښار کې ځمکني عملیات پیلوي.

دا پر دې سربېره ده چې په رفح کې د هغو فلسطینیو وګړو د برخلیک په اړه د نړیوالو اندېښنې په زیاتېدو دي چې هلته یې پناه اخیستې ده.

نتنیاهو ویلي دی چې د نړیوالو لخوا پرې هر څومره فشار راځي خو اسراییل به د جنګي هدفونو له ترلاسه کولو را و نه ګرځوي.

نوموړي د کابینې غونډې ته وويل چې د جنګي اهدافو ترلاسه کولو لپاره په رفح کې عملیات کوي.

هغه دا څرکندونې د جرمني له چانسلر اولاف شولز سره تر ټاکل شوې لیدنې وړاندې وکړې. د جرمني چانسلر د اسراییل او د امریکا او اروپایي ټولنې لخوا ترهګرې ګرځول شوې ډلې حماس ترمینځ د ډزبندۍ غوښتنه کوي چې په نتیجه کې یې د اسراییل یرغمل شوي کسان خوشي کړل شي او په غزه کې اغیزمنو ته نورې بشري مرستې ورسول شي.

تر دې وړاندې اسراییلي وزیراعظم د مارچ پر ۱۵مه په رفح سیمه کې د برید پلان تایید کړی وو. په هغه ښار کې څه باندې ۱۰ لکه کسانو پناه اخیستې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG