د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بنو کې پر پولیسو او پوځ بریدونو کې ۱۰ سرتېري ژوبل شوي


په بنو کې پولیس پر یوه پوسته خلک تالاشي کوي - پخوانی انځور.
په بنو کې پولیس پر یوه پوسته خلک تالاشي کوي - پخوانی انځور.

د خيبر پښتونخوا په بنو کې پر پوليسو او پوځيانو په وسلوالو بريدونو کې شپږ پوليسان او څلور پوځيان ژوبل شوي دي.

د بنو پوليسو وياند محمد بشیر د اپریل په دویمه نېټه مشال راډیو ته وویل چې تېره شپه له بنو ټاون شپ سره نېږدې ناپېژندليو وسلوالو د پولیسو پر ګاډي برید وکړ چې له وسلوالو سره د نښتې پر مهال شپږ پوليسان ژوبل شول.

نوموړي زياته کړه چې تر بريد وروسته وسلوال تښتېدلي او پولیسو د هغوی د نیولو لپاره د لټون عملیات پیل کړي دي.

بلخوا په بنو کې یو پوځي افسر چې له رسنيو سره يې د خبرو اجازې نه لرلو له امله نه غوښتل خپل نوم واخلي، مشال راډیو ته وویل چې تېره شپه د بنو په بکاخیلو کې وسلوالو پر امنیتي سرتېرو برید وکړ.

د نوموړي په وينا له وسلوالو سره په نښته کې د پوځ د یو مېجر په ګډون څلور امنیتي سرتېري ژوبل شوي دي چې وروسته يې د بنو پوځي روغتون ته وړي دي. هغه ادعا کړې چې په نښته کې يې يو وسلوال وژلی چې جسد يې د پوځ په ولکه کې دی.

تر دې دمه هېڅ يوې وسلوالې ډلې د دغو بريدونو مسوليت نه دی منلی.

بلخوا د اپریل په لومړۍ نېټه د شمالي وزيرستان په ميرامشا کې د ځمکلاندې بم چاودنې په نتيجه کې دوه ماشومان ژوبل شوي دي.

د ضلعي انتظاميې چارواکو مشال راډيو ته ويلي چې پرون د ميرامشا پوځي چاوڼۍ بهر له اغزن تار سره دوو ماشومانو لوبې کولې چې بم يې په لاسونو کې چاودېدلی دی او هغوی يې سخت ژوبل کړي دي.

چارواکي زياتوي چې د ژوبلو دواړو ماشومانو عمرونه تر ۱۶ کلونو کم دي او په خپلو کې د تره زامن دي. دواړه ژوبل ماشومان د درملنې لپاره د ميرامشا روغتون ته وړل شوي دي.

په شمالي او جنوبي وزیرستانونو کې له اوږدې مودې راهيسې د ځمکلاندو بمونو چاودېدو يوشمېر کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.

پښتون ژغورنې غورځنګ او ځايي خلکو په وار وار له حکومت او پوځه د ځمکلاندو بمونو پاکولو غوښتنې کړې دي.

په ځواب کې هغوی ادعا کړې چې تر ډېره حده يې سيمه له بمونو پاکه کړې او اوس يې هم د ځمکلاندې بمونو د ناکاره کولو او پاکولو چارې دوام لري.

XS
SM
MD
LG