د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ په تربت کې د څلورو وسله والو د وژلو ادعا کړېده


د بلوچستان په تربت کې وسله والو د بحري ځواک پر يو مرکز بريد کړی دی. ارشیف
د بلوچستان په تربت کې وسله والو د بحري ځواک پر يو مرکز بريد کړی دی. ارشیف

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د مارچ د ۲۵مې او ۲۶مې نېټې په منځنۍ شپه کې یې په بلوچستان کې د وسله والو یو برید ناکامه کړی دی.

د پوځ د عامه اړیکو ادارې اې اېس پي ار د مارچ پر ۲۶مه په یو بیان کې ادعا کړېده چې وسله والو د کېچ ضلعې په تربت سیمه کې د بحري ځواکونو په مرکز برید کړی وو چې ناکامه کړل شوی او د دوی په وینا په ځوابي برید کې څلور وسله وال له منځه وړل شوي دي.

تر دې وړاندې د بلوچستان د مکران ډویژن کمېشنر سعید عمراني او د پاکستان بحري ځواکونو رسنیو ته ویلي وو چې برید د پنځو وسله والو لخوا ترسره شوی وو او په ځوابي عملیاتو کې دغه پنځه واړه وسله وال وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ وايي د وسله والو په برید کې د بلوچستان د اېف سي ځواک یو ۲۴ کلن سپاهي نعمان فريد هم وژل شوی دی.

بل پلو بلوڅ بېلتونپالې ډلې (بلوڅ لېبريشن ارمي) مجید بريګیډ رسنيو ته په لېږلي يو بيان کې په تربت کې د پاکستان د سمندري ځواکونو پر اډې د حملې ذمه واري منلې ده.

اخوا پر ټولنيزو شبکو خپاره شوي اطلاعات او وېډيوګانې ښيي چې د تربت هوايي ډګر په شاوخوا کې تر شپې ناوخته پورې ډزې او چاودنې روانې وې.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په بلوچستان او خيبرپښتونخوا کې پر امنيتي سرتيرو بريدونه زيات شوي دي.

بلوڅ بېلتونپالې وسلوالې ډلې له لسیزو راهیسې په بلوچستان کې فعاله دي چې وخت په وخت پر امنیتي سرتېرو، حکومتي کارکوونکو او هلته د چین ـ پاکستان اقتصادي لارې (سیپېک) د پروژو پر چینايي کارکوونکو بریدونه کوي.

د پاکستان امنیتي سرتېري هم اکثر په عملیاتو کې د بلوڅ بېلتونپالو وسلوالو د وژنو دعوې کوي.

د يادونې وړ ده چې د پاکستاني پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د مارچ پر ۲۰مه هم په یو بیان کې ويلي وو چې اتو وسلوالو د بلوچستان د ګوادر بندري چارو ودانۍ ته د ننوتلو هڅه وکړه چې امنیتي ځواکونو ووژل. بې اېل اې پر هغه ودانۍ د حملې ذمه واري منلې وه.

تر دې مخکې د پاکستاني پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) ويلي وو چې د مارچ په ۱۶مه هم وسله والو د شمالي وزیرستان د ميرلي پر پوځي مرکز په ځانمرګي بريد او تر هغه وروسته په ډزو کې د پوځ د دوو افسرانو په ګډون اووه سرتېري وژلي وو.

د پاکستان پوځ دا نه وو ويلي چې هغه بريد چا کړی وو خو د پاکستانیو طالبانو حافظ ګل بهادر ډلې د برید ذمه واري منلې وه.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG