د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښین کې د وسلوالو په برید کې د لېویز ځواک ۱ رسالدار وژل شوی، ۳ ژوبل دي


انتظامي چارواکي وايي برید د پښین په منزرۍ کلي کې شوی دی.
انتظامي چارواکي وايي برید د پښین په منزرۍ کلي کې شوی دی.

د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه پښین کې د وسلوالو په حمله کې د لېویز ځواک یو رسالدار وژل شوی او درې سرتېري ژوبل دي.

د پښین انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) جمعه داد مندوخېل مشال راډیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې شاوخوا نهو وسلوالو د مارچ پر ۲۷مه په منزرۍ کلي کې د لېویز ځواک د سرتېرو پر قافله برید وکړ چې پکې د رسالدار حمید الله په ګډون دوه سرتېري ژوبل شول.

اخوا د منزرۍ کلي اوسېدونکو مشال راډیو ته وویل چې د لېویز ځواک سرتېري هلته د یو مطلوب کس په نیولو پسې ورغلي ول چې هغه او ملګرو یې ورباندې ډزې وکړې او مرګژوبله یې واړوله.

د پښین د ډېپټي کمېشنر د دفتر بیان وايي، د لېویز ځواک رسالدار وروسته په روغتون کې سا ورکړه.

په بیان کې راغلي دي چې کله نور سرتېري د پېښې ځای ته ورسېدل نو هم هغو وسلوالو ورباندې ډزې وکړې او دوه سرتېري یې ژوبل کړل.

بیان کاږي چې د سرتېرو په ځوابي ډزو کې یو وسلوال ژوبل شو چې په منزرۍ کلي کې پټ شو او نور د قلعه عبدالله پر لوري تښتېدلي چې د نیولو لپاره یې عملیات روان دي.

بیان زیاتوي چې د لېویز ځواک سرتېرو د وسلوالو د ملاتړ په تور پینځه تنه او ۱۰ نور مشکوک کسان نیولي دي.

پر سرتېرو د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

په بلوچستان کې بلوڅ بېلتونپالې وسلوالې ډلې، تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او د اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګې په ګډون یوشمېر نورې وسلوالې ډلې فعاله دي چې وخت پر وخت پر امنیتي سرتېرو او حکومتي کارکوونکو حملې کوي.

XS
SM
MD
LG