د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر کې د پولیو پر واکسیني ډلې برید کې ۲ تنه ژوبل شوي دي


یو روغتیايي کارکوونکی یوې ماشومې ته د ګوزڼ واکسیني څاڅکي ورکوي او پولیس یې امنیت ته ولاړ دی - پخوانی انځور.
یو روغتیايي کارکوونکی یوې ماشومې ته د ګوزڼ واکسیني څاڅکي ورکوي او پولیس یې امنیت ته ولاړ دی - پخوانی انځور.

پولیس وايي، د خیبر پښتونخوا په خیبر ضلع کې د پولیو پر واکسیني ډلې په وسلوال برید کې یو روغتیايي کارکوونکی او یو امنیتي ساتونکی ژوبل شوي دي.

د پولیسو یوه چارواکي له رسنیو سره د خبرو اجازې نه لرلو له کبله د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې پر موټرسایکل سپرو وسلوالو د مارچ پر څلورمه د باړې په قمبرخېلو کې د واکسیني کیمپېن پر مهال پر روغتیايي کارکوونکو او د هغوی پر ساتونکي پولیس ډزې وکړې.

دی وايي چې دواړه ژوبل کسان یې د پېښور روغتون ته لېږدولي دي.

د هغې حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې خو پولیس چارواکی زیاتوي چې د مشکوکو وسلوالو د نیولو لپاره یې سیمې ته ګڼ سرتېري استولي او د لټون عملیات یې پیل کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د مارچ پر درېیمه د خیبر پښتونخوا له لکي مروتو او ډېره اسماعیل خان پرته د صوبې په ټولو ضلعو کې د ګوزڼ اووه ورځنی واکسیني کیمپېن پیل شو.

په هغو دوو ضلعو کې پینځه ورځنی او د پاکستان په بلوچستان او سیند صوبو کې اووه ورځنی واکسیني کیمپېن د فبرورۍ پر ۲۶مه پیل شوی وو چې پکې روغتیايي کارکوونکو تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکو لکونو ماشومانو ته د پولیو مخنیوي څاڅکي ورکړل.

د فبرورۍ پر ۲۶مه د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې هم د ګوزڼ پرضد کیمپېن پیل شوی وو.

د خیبر تر پېښې مخکې د فبرورۍ پر ۲۹مه په لکي مروتو کې وسلوالو د پولیو واکسیني ډلې یو کارکوونکی وژلی وژلی وو.

د بېټنیو د ازادخېلو پولیسو چارواکي محمد اسماعیل مشال راډیو ته وویل چې د ۲۰ کلن غني الله مړی یې د مارچ پر لومړۍ نېټه سهار مهال موندلی دی.

هغه چارواکي ویلي ول چې وسلوالو پر نوموړي لومړی تشدد کړی وو او بیا یې وژلی وو.

د سیمې یو مدني فعال شاکر بېټني مشال راډیو ته ویلي ول چې غني الله د فبرورۍ پر ۲۹مه د پولیو واکسیني کیمپېن دندې تر بشپړولو وروسته کور ستون شوی وو او ماښام مهال له کوره بهر وتلی وو چې ورک شو او سهار یې مړی وموندل شو.

د هغې پېښې ذمه واري هم چا نه وه منلې.

د خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې وخت په وخت د پولیو واکسیني ډلو پر غړو او ساتونکو پولیسو یا پر نورو امنیتي سرتېرو بریدونه کېږي.

د جنورۍ پر اتمه په باجوړ کې د پولیو واکسیني ډلو د امنیت لپاره د روانو پولیسو ګاډی د سړک تر غاړې ښخ بم ښکار شوی وو چې پکې اووه سرتېري وژل شوي ول.

وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د پولیسو پر ګاډي د بمي برید ذمه واري منلې وه.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی.

په پاکستان کې تېر کال د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول.

په افغانستان کې هم تېر کال شپږ ماشومان ګوزڼ وهلي ول چې ټول یې د ننګرهار ولایت ول.

XS
SM
MD
LG