د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د باران ډېرېدو خبرداری ورکړی شوی


د جون میاشتې له منځه په پاکستان او افغانستان کې د پشکال بارانونه پیل شوي چې لا هم روان دي.
د جون میاشتې له منځه په پاکستان او افغانستان کې د پشکال بارانونه پیل شوي چې لا هم روان دي.

په پاکستان کې د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام ادارې په راتلونکو درو ورځو کې په ملک کې د پشکال بارانونو زیاتېدو خبرداری ورکړی دی.

یادې ادارې د جولايي پر ۲۹مه پر اېکس یا پخواني ټویټر ليکلي چې د موسمياتو محکمي د وړاندوينې له مخې، په راتلونكو دوو ، درو ورځو کې په خېبر پښتونخوا، پنجاب، اسلام اباد او د پاکستان تر واک لاندې ګلګت بلتستان او کشمیر کې د باران امکان دی.

د قدرتي‌ افتونو پر وخت د انتظام ادارې زیاته کړې چې پر اباسین د ګډو او په سکر کې د جولای پر ۳۰مه او ۳۱مه د لوړې درجې سېلاب امکان دي.

په بلوچستان کې هم له تېرې شاوخوا یوې اونۍ راهیسې په بېلا بېلو سیمو کې د پشکال یا وسې زیات باران شوی چې له کبله یې په ځینو سیمو کې سېلابونه هم راوتلي دي.

په دې په پښتون مېشتو سیمو کلاسېف الله او د لورالايي په مېختر او نورو سیمو کې هم راغلو سېلابونو کورونو او فصلونو ته تاوانونه اړولي دي.

بلخوا په لاهور کې د جولايي پر ۲۹مه هم سخت باران روان وو او د موسمياتو ادارې پکې د سېلاب خبرداری ورکړی دی.

د پاکستان د چاپېریال او اقلیمي بدلون چارو وزیرې شېري رحمان د جولایي پر ۲۹مه، پر اېکس ليکلي چې د راول ډیم پارچاوې به د شپې تر نهو بجو پورې خلاصې وي چې پکې د اوبو سطحه کمه شي.

وفاقي وزیرې شېري رحمان له خلکو غوښتنه کړې چې د اړوند حکومتي ادارو له خوا پر ورکړل شوو احتیاطي لارښوونو د عمل وکړي.

شېري رحمان وايي، د جون له ۲۵مې راهيسې په هېواد کې د بارانونو او سېلابونو پر مهال ١٦٠ کسان وژل شوي او ۲۵۶ نور ټپيان دي. د دې په وینا، ۱۴۰۴ کورونه ويجاړ شوي هم دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې جون میاشتې له منځه په پاکستان او افغانستان کې د پشکال بارانونه پیل شوي چې لا هم روان دي.

په دې ترڅ کې په دواړو هیوادونو کې په ګڼو سیمو کې سېلابونه راغلي چې له کبله یې په لسګونه کسان وژل شوي او پراخ مالي تاوانونه هم رسېدلي دي.

XS
SM
MD
LG