د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې د صوبايي اسمبلۍ د انتخاباتي نتیجې پرضد احتجاج روان دی


د فبرورۍ پر اتمه په کورمه کې خلک د رایې ورکولو لپاره ورغونډ شوي دي.
د فبرورۍ پر اتمه په کورمه کې خلک د رایې ورکولو لپاره ورغونډ شوي دي.

د تحریک انصاف غړو او پلویانو د کورمې په سده کې د خیبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ د ۹۵مې حلقې د څوکۍ نتیجې پرضد احتجاج پیل کړی دی او د شیعه ګانو او سنیانو د ورورګلوۍ نعرې یې وهلې دي.

دوی دا احتجاج د فبرورۍ پر ۱۰مه تر هغې وروسته پیل کړ چې انتخاباتي چارواکو وویل چې هغه څوکۍ د جمعیت علمای اسلام (ف) نوماند محمد ریاض ګټلې ده.

کمېشن د منځنۍ کورمې د اوسېدونکو د احتجاج په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د فبرورۍ اتمې انتخابات شفاف او منصفانه ول او دا چې که څوک د نتیجو په اړه شکایت لري نو عدالت ته دې ولاړ شي.

د سنیانو او شیعه ګانو ګډ احتجاج پر داسې مهال پیل شوی چې په کورمه کې د ۲۰۲۳ز کال له اکتوبر راهیسې امنیتي وضع خرابه ده او د بېلابېلو وجوهاتو ترمینځ هلته د دواړو خواوو ترمینځ نښتې او د تاوتریخوالي نورې پېښې شوې دي.

په همدې حال کې د شیعه ګانو د ګوند مجلس وحدت مسلمین نوماند حمید حسین د قامي اسمبلۍ د ۳۷مې حلقې د څوکۍ په ګټلو د سنیانو مننه کړې ده.

په سیمه کې د سنیانو شپږو قومونو پرېکړه کړې وه چې د خپلواک نوماند جمیل خان څمکني ملاتړ به کوي، خو پر دې سربېره حسین ته د منځنۍ کورمې، چې زیاتره اوسېدونکي یې سنیان دي، او د کوزې کورمې، چې اکثریت پکې د شیعه ګانو دی، خلکو رایې ورکړې او هغه یې بریالی کړ.

تحریک انصاف ګوند هم د مجلس وحدت مسلمین د نوماند ملاتړ کړی وو.

حمید حسین په خپل پیغام کې ویلي دي چې د سیمې د امن او پرمختیا لپاره د ټولو خلکو یووالی اړین دی.

د کورمې د بګن اوسېدونکي نبي جان د فبرورۍ پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل چې د سیمې خلکو "د خپلې پارټۍ" امېدوار ته ووټ ورکړ.

دی وايي، پخوا په کورمه کې پر سیاست د دیني فرقې اغېز زیات وو خو دا ځل برعکس کار شوی چې هلته یې د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د یووالي ماحول پیدا کړی دی.

د کورمې د چارو شنونکی او د سدې اوسېدونکي محمد جمیل مشل راډیو ته وویل چې حمید حسین د ولس باور ترلاسه کړی دی او هغه ته یې موقع ورکړې ده چې اوس د کوزې او منځنۍ کورمې د خلکو محرومۍ ختمې کړي.

دی وايي، حسین اوس دا مسوولیت هم لري چې شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د ځمکو او نورې لانجې ختمې کړي.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې دواړه خواوې پر یو بل سپکې او درنې وسلې کاروي. په هغو بریدونو کې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG