د لاسرسي ځای

تازه خبر

پیپلز ګوند او مسلم لیګ (ن) د اېتلافي حکومت پر جوړولو غږېدلي دي


نواز شریف (ښي لوري ته) له اصف علي زرداري سره ستړي مه شي کوي - پخوانی انځور.
نواز شریف (ښي لوري ته) له اصف علي زرداري سره ستړي مه شي کوي - پخوانی انځور.

د پاکستان پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ (ن) مشرانو د اېتلافي حکومت جوړولو په اړه خبرې کړې دي.

د مسلم ليګ (ن) مشر شهباز شریف د فبرورۍ پر ۱۱مه په لاهور کې د پيپلز ګوند له مشرانو بلاول بوټو زرداري او اصف علي زداري سره وکتل. دوی په يوه شريکه خبرپاڼه کې وويل چې ملاقات مثبت وو او دواړه ګوندونه سیاسي همکارۍ ته تيار دي.

بلخوا د پيپلز پارټۍ وياند فیصل کريم کونډي د فبرورۍ پر ۱۱مه، جیو نیوز ټېلېوېژن ته وويل چې که مسلم ليګ (ن) بلاول بوټو زرداري ته د وزیراعظم څوکۍ ورکول ومني نو د حکومت په جوړولو ورسره سلا کېدای شي.

خو مسلم ليګ (ن) لا د کونډي د دې څرګندونې په اړه څه نه دي ویلي.

د فبرورۍ پر ۱۱مه په لاهور کې د مسلم لیګ (ن) مشرانو د متحده قومي موومېنټ پاکستان (اېم کیو اېم پي) له مشرتابه سره هم وکتل. د مسلم لیګ ویاندې مریم اورنګزیب تر غونډې وروسته پر اېکس ولیکل چې د دواړو ګوندونو مشران پر ګډ کار کولو سلا شوي دي.

د پاکستان انتخاباتو کمېشن د نتیجو له مخې، د فبرورۍ پر اتمه په شويو انتخاباتو کې د تحریک انصاف ملاتړ لرونکو ازادو امیدوارانو د قامي اسمبلۍ ۱۰۱، مسلم لیګ (ن) ۷۵، پيپلز پارټۍ ۵۴ او اېم کیو اېم پي ۱۷ ځوکۍ ګټلې دي.

د پاکستان د ۲۶۶غړو په قامي اسمبلۍ کې د حکومت جوړولو لپاره لږترلږه د ساده اکثریت یعنې ۱۳۴ څوکیو ضرورت دی. په ۲۰۲۴ز کال کې د قامي اسمبلۍ پر ۲۶۵ عمومي څوکیو مستقیم انتخابات وشول.

XS
SM
MD
LG