د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د اسناد لرونکو افغان کډوالو د اوسېدو قانوني موده غځولې ده


په پاکستان کې یو افغان کډوال د ثبت کارډ ښیې ـ پخوانی انځور.
په پاکستان کې یو افغان کډوال د ثبت کارډ ښیې ـ پخوانی انځور.

د پاکستان حکومت هلته د مېشتو ثبت شویو افغان کډوالو د اوسېدو د مودې د غځولو منظوري ورکړې ده.

دا پرېکړه د پاکستان لنډمهالې کابينې د قبایلو او سرحدونو د چارو وزارت (سېفران) په غوښتنه کړې ده. د پريکړې له مخې په پاکستان کې د کډوالۍ یا پروف اف رجسټرېشن (پي او ار) کارډونو موده د روان کال د مارچ مياشتې تر ختمېدو پورې غځول شوې ده.

تر دې وړاندې سېفران غوښتنه د حکومت لخوا نه وه منل شوې او د نيوکو سره بېرته ورلېږل شوې وه.

د پاکستان د اطلاعاتو نګران وزير مرتضا سولنګي مشال راډيو ته د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې پرېکړه شوې ده خو په اړه یې ډير معلومات نه لري. ده وويل چې د پرېکړې په اړه بشپړ معلومات د کورنيو چارو وزارت سره دي.

په پاکستان کې د ثبت شویو افغان کډوالو د کارډونو موده تېر (۲۰۲۳) کال په جون کې ختمه شوې ده چې تر هغې وروسته د بې اسناده کډوالو د ایستلو لړۍ هم پیل شوې ده.

په اسلام اباد کې مېشت د بې کوره شوو افغان ژورنالستانو د ټولنې مشر محمود کوچي مشال راډيو ته وويل چې د کارډونو موده غځول د دوی د ستونزو حل نه دی. ده وويل چې د پاکستان حکومت بايد په ګډه په افغانستان کې د واکمنو طالبانو سره په دې اړه يو قابل عمل کړنلاره جوړه کړي. ده زياته کړه چې په پاکستان کې اوسېدونکي افغانان بېرته خپل هېواد ته تللو ته تيار نه دي ځکه چې هلته د سر خطر لري.

د پاکستان نګران حکومت د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې بې اسناده بهرنیانو ته د اکتوبر تر ۳۱مې په خوښه د وتلو ویلي ول. د تېر کال نومبر له لومړۍ راهیسې د افغانانو په زور د ایستلو بهیر پیل شوی چې لا هم دوام لري.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر د ډېسېمبر پر شپږمه په پېښور کې د پوځي افسرانو غونډې ته په وینا کې وویل چې "ناقانونه" بهرنیان په جدي ډول د پاکستان امنیت او اقتصاد اغېزمنوي. ده دعوه وکړه چې چارواکي "په ډېر احترام" بې اسناده بهرنیان، چې لوی اکثریت یې افغانان دي، ستنوي.

په پېښور کې ازاد خبريال رفعت الله وایي چې پاکستان غواړي چې افغان کډوال د خپلو سياسي مقاصدو لپاره استعمالوي نو ځکه کله د دوی د ايستلو لړۍ پيلوي او کله يې د پاتې کيدو موده غځوي. ده وويل چې دا خلک له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې په پاکستان کې اوسېږي او له دې پس به هم دلته وي او اسلام اباد د دوی بشپړ ايستل نه غواړي.

په خیبر کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) چارواکي وایی چې تر اوسه نېږدې ۵۰۰،۰۰۰ افغانان هېواد ته لېږدول شوي دي او دا بهیر روان دی.

حکومت دعوه کوي چې په دوی کې ډير کسان په خپله خوښه ستانه شوي دي او لږشمير بې اسناده کډوال په زور ليږل شوي دي.

د پاکستان د هغه وخت د کورينو چارو وزير سرفراز بګټي ويلي ول چې کارډ لرونکي او بې اسناده ټول افغان کډوال به له ملکه شړي او د دوی د اوسېدو کارډونو موده به نوره نه غځوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) په وينا، په پاکستان کې دا مهال شاوخوا ۱۴ لکه راجسټر افغان کډوال مېشت دي او شاوخوا همدومره شمېر ناراجسټر افغانان ژوند کوي.

د پاکستان حکومت وايي، له دې پرته څو لکه افغانان په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هلته ورغلي دي.

د حکومت په وینا، په دې توګه په هغه هېواد کې د ټولو بې اسناده افغانانو شمېر شاوخوا ۱۷ لکه دی.

پاکستان ته د افغان کډوالو د ورتګ لړۍ په ۱۹۸۰ز کال کې پيل شوه خو وروسته د کورنیو جګړو پر مهال هم هغه هېواد ته لکونه کډوال ورغلل. پاکستان او ایران ته د کډوالو وروستۍ څپه تر هغې وروسته ورغله چې د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې طالبان پر افغانستان واکمن شول.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG