د لاسرسي ځای

تازه خبر

منظور پشتين له اډيالې زندانه تر خوشې کېدو وروسته "ناڅرګنده" ځای ته وړل شوی دی


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين ـ پخوانی انځور
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين ـ پخوانی انځور

په اسلام اباد کې د عدالت لخوا په ضمانت تر خوشې کېدو وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين "ناڅرګنده" ځای ته وړل شوی دی.

د پي ټي اېم يو مخکښ ادريس پشتين نن (د جنورۍ پر پينځمه) مشال راډيو ته وويل چې هغوی تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې په زيات شمېر کې له اډيالې زندانه د منظور پشتين د خوشې کېدو او د هغه د هرکلي لپاره ورغلي ول، خو د نوموړي په وينا د پنجاب پوليسو پشتين له زندانه د ناڅرګند مقام پر لوري په خپلو ګاډو کې بوتلی.

نوموړي زياته کړې چې غورځنګ به د وکيلانو له ډلې سره تر سلا مشورو وروسته يو اقدام کوي.

د پاکستان يو نوموتي خبريال اعزار سيد پر خپله اېکس پاڼه يوه ويډيو خپره کړې چې پکې ښکاري چې پوليسو منظور پشتين په خپله ګاډي کې کښېنولی دی او د پي ټي اېم د پلويانو پر احتجاج سربېره هغه يو ناڅرګند لوري ته انتقالوي.

پوليسو تر اوسه د پشتين د بيا ګرفتارۍ او د هغه پرضد د مقدمې په اړه څه نه دې ويلي او نه يې هم نوموړی عدالت ته وړاندې کړی دی.

دا تر هغه وروسته ده چې د جنورۍ پر څلورمه، په اسلام اباد کې يو عدالت د بهرني تمویل په اړه مقدمه کې هم د پشتين ضمانت منظور کړ.

د تحقیقاتو وفاقي‌ ادارې (اېف ای اې) په قضیه کې پر پشتين تور پورې کړی وو چې غورځنګ یې له بهره پیسې ترلاسه کوي خو د پشتين يو وکيل ايمل خان مندوخېل مشال راډيو ته وويل چې په څلورمه مقدمه کې يې هم پر موکل لګېدلي تورونه بې بنياده ثابت شول.

د جنورۍ پر څلورمه، د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټۍ غړي حاجي صمد تر عدالتي اورېدنې وروسته مشال راډيو ته وويل چې د منظور پشتين خلاف په اسلام اباد کې نورې مقدمې نه شته او اسلام اباد های کورټ د جنورۍ پر درېيمه پوليسو ته امر کړی دی چې پشتين دې نور نه نيسي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ ادریس پشتين د جنورۍ پر څلورمه پر خپله اېکس پاڼه ليکلي وو، که د اسلام اباد د پولیسو مشر د اسلام اباد های کورټ پر امر سربېره د منظور پشتين خلاف څه کاروايي وکړه، نو دا به "د عدالت سپکاوی" وي.

نوموړي د جنورۍ پر پينځمه پر خپله اېکس پاڼه يو ليک خپور کړی چې د ۲۰۲۳ز کال د ډېسېمبر پر ۲۹مه د پنجاب پوليسو د مشر لخوا د پاکستان کورنيو چارو وزارت ته ليکل شوی دی. په ليک کې راغلي چې د منظور احمد پشتين خلاف د لاهور په ګډون د پنجاب په هېڅ تاڼه کې درج شوې مقدمه نه شته.

پر منظور پشتين ټولې څلورې مقدمې وې. د ډېسېمبر پر ۲۶مه عدالت د ترهګرۍ په دوو مقدمو کې د هغه ضمانت ومانه خو وروسته یې په يوه بله مقدمه کې د ترنول پولیسو ته په دوه ورځني جسماني رېمانډ وسپاره. تر دې وړاندې، د ډېسېمبر پر ۱۸مه او ۲۳مه د پشتين د قضيې اورېدنه د جج د نه موجودیت له امله ځنډېدلې وه.

د منظور پشتين او د پي ټي اېم د ځينو نورو غړيو د نيولو پرضد د جنورۍ پر پينځمه د کوز جنوبي وزيرستان په واڼه کې د غورځنګ سلګونو پلويانو احتجاجي مظاهره وکړه.

پر دې مهال د غورځنګ مشرانو وويل چې منظور پشتين په غیر قانوني طریقه ګرفتار کړل شوی دی. د هغوی وينا وه، تر څو چې منظور پشتين او د پي ټي اېم نور نيول شوي غړي نه وي خوشې کړل شوي، احتجاجي مظاهرې به يې روانې وي.

د جنورۍ پر پينځمه د کوز جنوبي وزيرستان په واڼه کې د پي ټي اېم پلويان احتجاج کوي.
د جنورۍ پر پينځمه د کوز جنوبي وزيرستان په واڼه کې د پي ټي اېم پلويان احتجاج کوي.

د بلوچستان پوليسو منظور پشتين د ډېسېمبر پر څلورمه په چمن ښار کې هغه مهال ونیو چې کله هغه احتجاجي ناستې ته تر وینا وروسته په تربت کې د بلوڅانو په احتجاجي پرلت کې د ګډون لپاره روان وو. وروسته نوموړی د اسلام اباد پوليسو ته وسپارل شو.

د چمن ډېپټي کمېشنر راجا اطهر عباس مشال راډیو ته ويلي ول چې د پشتین خلاف مقدمه ځکه درج شوې او ځکه نیول شوی چې ساتونکو یې پر پوليسو ډزې کړې دي.

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ دا تور ردوي او وایي چې ډزې د منظور پشتین پر موټر شوې چې نښې یې له ورايه ښکاري.

د پاکستان پوليسو منظور پشتين تر دې مخکې هم څو ځلې نیولی دی او پر هغه یې تور پورې کړی دی چې نوموړی د ریاست پر ضد د خلکو پارولو هڅه کوي خو نوموړی دا تورونه ردوي او وايي چې د پاکستان د ايين په چوکاټ کې دننه د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي او پر خپله سيمه امن غواړي.

XS
SM
MD
LG