د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د ۴ ضلعو د ناپاکه اوبو په نمونو کې د پولیو وایرس موندل شوی دی


پاکستان کې يوه روغتيايي کارکوونکې يوې ماشومې ته د پوليو ضد څاڅکي ورکوي ـ پخوانی انځور
پاکستان کې يوه روغتيايي کارکوونکې يوې ماشومې ته د پوليو ضد څاڅکي ورکوي ـ پخوانی انځور

د پاکستان روغتیا وزارت ویلي دي چې د پېښور په ګډون یې د پاکستان د څلورو ضلعو د چاپیریال په نمونو کې د ګوزڼ ناروغۍ وایرس موندلی دی.

وزارت د ډېسېمبر پر ۲۹مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د خيبر پښتونخوا له پېښور، د بلوچستان له چمن او د سيند له کراچۍ کیماړۍ او حیدراباد ضلعو څخه اخيستل شویو د ناولو يا ناپاکه اوبو په نمونو کې د پولیو وایرس موندل شوی دی.

وزارت پر ولس غږ کړی دی چې د هر کيمپېن پر مهال تر پينځو کلونو پورې عمر لرونکو ماشومانو ته د پوليو ضد واکسين ورکړي او هغوی له دايمي معذورۍ وژغوري.

روغتیاپالان وايي چې پوليو يوه وايرسي ناروغي ده چې درملنه نه ‌لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان ورڅخه وژغوري.

تر دې وړاندې هم د روان ۲۰۲۳ز کال په اوږدو کې د پاکستان د ځينو سيمو په ناولو یا ناپاکه اوبو کې د پولیو (ګوزڼ) وایرس نمونې موندلې شوې وې.

د پوليو وايرس نمونې

روغتیاپالان وايي، که په یو کس کې د پولیو وایرس موجود وي نو په فضله کې یې له وجوده خارجېږي او د ناپاکه اوبو په ویالو یا ځمکلاندې زېرمو کې شاملېږي.

د دوی په خبره، که په ناپاکه اوبو کې وایرس موندل کېږي نو هلته بیا د واکسیني کیمپېن له لارې هدف ترلاسه کېدل ګران وي او دا د ماشومانو د بدنونو د کمزوري مدافعتي نظام ښکارندويي هم کوي.

د واکسینو پر کمپاينونو سربیره، پاکستان کې پوليو ولې نه ختمېږي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:35 0:00

پاکستان کې د ګوزڼ وايرس پېښې

په پاکستان کې په روان ۲۰۲۳ز کال کې تر اوسه پورې شپږ ماشومان په پوليو وايرس اخته شوي دي چې څلور يې د خيبر پښتونخوا او دوه يې د سيند صوبې اوسېدونکي دي.

په هغه هېواد کې په ۲۰۲۲ز کال کې۲۰، په ۲۰۲۱ز کال کې یوه او په ۲۰۲۰ز کال کې د پولیو ۸۴ پېښې ثبت شوي وې.

دا په داسې حال ده چې د پاکستان حکومت په وروستي ځل د نومبر له ۲۸مې بيا د ډېسېمبر تر درېيمې په ټول هېواد کې د پولیو يا ګوزڼ پینځه ورځنی واکسیني کيمپېن وکړ.

د پوليو مخنيوي ادارې ويلي وه چې د کيمپېن پر مهال به تر پينځو کلونو پورې عمر لرونکو څه باندې څلور کروړه ۴۳ لکه ماشومانو ته د ګوزڼ مخنيوي څاڅکي ورکړل شي.

بل خوا د خيبر پښتونخوا او بلوچستان په ځینو حساسو سیمو کې واکسیني بهیر د نومبر پر ۲۴مه پیل شوی وو چې له عمومي کيمپېن سره يې دوام وموند.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د ګوزڼ ناروغي موجوده ده.

په خیبر پښتونخوا کې د پولیو مخنیوي ادارې مشر ډاکتر محمد عارف د جولای پر ۲۷مه مشال راډیو ته ویلي ول چې د پولیو زیاتو واکسیني کیمپېنونو نه کېدو او یا په سم ډول نه ترسره کېدو له کبله په پاکستان او افغانستان کې لا هم د ناروغۍ وایرس موجود دی.

د ګوزڼ وهلي ماشوم پلار ارمان کوي چې ولې یې له څاڅکو انکار وکړ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:28 0:00

د چارواکو هڅې

چارواکو او روغتیاپوهانو په تېرو وختونو کې مشال راډیو ته ویلي دي چې په دواړو هېوادونو کې له لسیزو راهیسې د ګوزڼ واکسینو پرضد داسې ناسم معلومات خپاره شوي چې له کبله یې په یوشمېر سیمو کې ګڼې میندې او پلرونه خپلو بچیو ته څاڅکي نه ورکوي.

له دې پرته په تېرو دوو لسیزو کې د سختدریځه نظریاتو او افکارو کیمپېنونو له کبله هم له واکسینه د انکار کوونکو میندو او پلرونو شمېر لوړ شو او پر روغتیايي ډلو بریدونو او په ناامنه سیمو کې په سمه توګه د واکسیني کیمپېنونو نه کېدو له کبله هم تر اوسه پاکستان او افغانستان د وایرس او ناروغۍ په ختمولو نه دي توانېدلي.

د پولیو وایرس تاریخ

پوليو وايرس په لومړي ځل په ۱۸۹۴ز کال کې د امريکا په وېرمانټ ايالت کې څرګند شو چې هغه وخت يې ۱۸ کسان مړه او ۱۳۲ یې عمري معذوره کړل.

تر دې پېښې څه باندې۶۰ کاله وروسته په ۱۹۵۵ز کال کې ډاکټر جونس سېلک د ناروغۍ واکسين جوړ کړل او په ۱۹۶۰ز کال کې بيا امريکا د خولې لخوا د ورکول کېدونکي واکسين اجازه ورکړه چې ډاکټر البرټ سېبين جوړ کړي ول.

پر افغانستان او پاکستان سربېره نايجيريا درېيم هېواد وو چې څو کاله وړاندې لا پوليو وايرس پکې موجود وو، خو د ۲۰۲۰ز کال د اګست پر ۲۵مه د روغتیا نړیوال سازمان هغه هېواد له پوليو وايرسه په بشپړه توګه پاک اعلان کړ.

XS
SM
MD
LG