د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان تحريک انصاف مرستيال مشر شاه محمود قریشي يو ځل بيا پولیسو نیولی دی


د پاکستان د بهرنيو چارو پخوانی وزير او د پاکستان تحريک انصاف مرستيال مشر شاه محمود قريشي ـ پخوانی انځور
د پاکستان د بهرنيو چارو پخوانی وزير او د پاکستان تحريک انصاف مرستيال مشر شاه محمود قريشي ـ پخوانی انځور

د پاکستان د بهرنيو چارو پخوانی وزير او د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) مرستيال مشر شاه محمود قريشي يو ځل بيا پوليسو نيولی دی.

تحريک انصاف د ډېسېمبر پر ۲۷مه پر خپله رسمي اېکس پاڼه د قريشي د نيولو ويډيو خپره کړې ده چې پوليس يې د زغره وال ګادي پر لور خوځوي او بيا يې هلته کښېنوي.

پي ټي ای ويلي چې قریشي د دولتي رازونو د افشا کولو په مقدمه کې په ضمانت له خوشې کیدو وروسته نن (د ډېسېمبر پر ۲۷مه) د راولپېنډۍ د اډیاله زندان بهر ونیول شو.

د پاکستان سپریم کورټ د د ډېسېمبر پر ۲۲مه د دولتي رازونو د افشا کولو په مقدمه کې د تحریک انصاف د دوو مشرانو عمران خان او شاه محمود قریشي ضمانتونه منظور کړي ول.

دواړو مشرانو په هغه مقدمه کې پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي ول او دایرې شوې مقدمې يې سیاسي بللې وې.

عمران خان په ځينو نورو مقدمو کې لا هم په زندان کې دی خو قريشي له زندانه له خوشې کېدو وروسته پوليسو بيا نيولی دی.

تر دې يوه ورځ وړاندې، د ډېسېمبر پر ۲۶مه، د راولپېنډۍ ډېپټي کمېشنر د عامه نظم ګډوډلو دفعې (۳ اېم پي او) لاندې د ۱۵ ورځو لپاره د قريشي د نظر بندۍ يا توقيف امر کړی وو، چې د پي ټي ای په وينا، هغه يې نن بېرته واخيست.

د راولپېنډۍ پوليسو ويلي چې قريشي د مې نهمې د پېښو په تړاو په يوې درج شوې مقدمه کې نومول شوی دی.

د روان ۲۰۲۳ز کال د مې پر نهمه د القادر ټرسټ په نوم د درغلۍ په یوه قضیه کې د عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د تحریک انصاف د پلویانو د مظاهرو پر مهال یوشمېر کسانو پر پوځي تاسیساتو، څلو او دولتي او شخصي ودانیو حملې وکړې او ورته یې زیان واړاوه.

قریشي د ډېسېمبر پر ۲۷مه، د خپلې ګرفتارۍ پر مهال وویل چې پولیس د هغه د خوشې کولو په اړه د سپريم کورټ (ستر عدالت) په امر "ملنډې وهي".

نوموړي زياته کړه چې هغه په "جعلي" مقدمه کې نيول کېږي. "ما د ملت استازيتوب کړی دی، زه بې ګناه يم او زه د سياسي انتقام ښکار يم."

بل خوا د پاکستان تحريک انصاف مشر بېرسټر ګوهر علي خان د اډياله زندان دباندې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال وويل چې د فبرورۍ پر اته د کېدونکو عامو انتخاباتو د شفافيت لپاره بايد ټولو کسانو ته په هغه کې د برخې اخيستو اجازه ورکړل شي.

د پاکستان پوليسو شاه محمود قريشي د اګست پر ۱۹مه په اسلام اباد کې نيولی وو او هغه د دولتي رازونو د افشا کولو په مقدمه کې زنداني شوی وو.

XS
SM
MD
LG