د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان انتخاباتي کمېشن تحریک انصاف ته د "بېټ" انتخاباتي نښې نه ورکولو پرېکړه کړې ده


د ټاکنو کمېشن د نومبر په میاشت کې تحریک انصاف ته د ګوندي ټاکنو کولو ویلي ول ـ پخوانی انځور.
د ټاکنو کمېشن د نومبر په میاشت کې تحریک انصاف ته د ګوندي ټاکنو کولو ویلي ول ـ پخوانی انځور.

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) ته د انتخاباتي نښې "بېټ" د نه ورکولو پرېکړه کړې ده.

کمېشن د ډېسېمبر پر۲۲مه وویل چې د تحریک انصاف خپلمنځي ټاکنې (انټرا پارټي الېکشن) له قانون سره سمې نه وې نو ځکه ورته د بېټ نښه نه ورکوي.

د کمېشن پینځه کسیزې جرګګۍ په فیصله کې ویلي دي چې پي ټي ای د الېکشن کمېشن د قوانینو سره سم په ګوندي انتخاباتو کې پاتې راغلې دی.

دا په داسې حال کې ده چې انتخاباتي کمېشن د نومبر پر ۲۳مه تحریک انصاف ته په ۲۰ ورځو کې دننه د ګوندي انتخاباتو کولو امر وکړ او زیاته یې کړه چې که داسې و نه کړي نو د پاکستان په انتخاباتو کې به ورته د کرکټ د بېټ انتخاباتي نښه ور نه کړي.

د ډېسېمبر پر دویمه ګوند داخلي انتخابات وکړل او بېرسټر ګوهرعلي خان د عمران خان پر ځای بې له مقابلې د تحریک انصاف مشر او عمر ایوب جنرل سیکرټري وټاکل شول.

خو کمېشن پرپرېکړه کې ویلي دي چې بېرسټر ګوهر علي خان د ګوند چیرمین نه دی پاتې او عمران خان یې مشر دی.

دا تر هغې وروسته ده چې د تحریک انصاف د بنیاد اېښودونکو څخه یو اکبر ایس بابر الېکشن کمېشن ته رجوع وکړه او تور یې پورې کړ چې د ګوند دننه د ډېسېمبر په انتخاباتو کې درغلي شوې ده.

د انتخاباتي کمېشن پینځه کسیزه بینچ چې مشري یې د کمېشن مشر کوله، د نهې پر ورځ یې پرېکړه محفوظه کړه. کمېشن د ډېسېمبر پر ۲۲مه محفوظه فیصله واوروله او ویې ویل چې پي ټي ای ته د بېټ انتخاباتي نشان نه ورکوی.

بلخوا د تحریک انصاف رهنما بیرسټر ګوهر د پاکستان د یو شخصي ټي وي چینل جیو نیوز سره په مرکه کې د الېکشن کمېشن پر پرېکړه تحفظات ښودلي دي.

نوموړي وویل چې د ایین او قانون سره سم یې انتخابات کړي دي. هغه پوښتنه پورته کړه چې د انتخاباتو کمېشن د کوم قانون د لاندې هغه پرېکړه کړې ده؟ هغه دا سیاسي پرېکړه وبلله او زیاته یې کړه چې د فیصلې په خلاف اسلام اباد های کورټ ته ځي.

ټاکل شوې ده چې د ۲۰۲۴ز کال د فبرورۍ په اتمه په پاکستان کې انتخابات وشي. په پاکستان کې د انتخاباتو پر مهال هر ګوند او ازاد کاندیدانو ته انتخابي نښې ورکول کېږي.

د عمران خان ګوند په مشرۍ تحریک انصاف ګوند د ۲۰۱۸ز کال په ټاکنو کې بېټ انتخاباتي نښه لرله. په هغو ټاکنو کې تحریک انصاف تر ټولو ډېرې رایې ګټلې وې چې په نتیجه کې یې عمران خان وزیراعظم وټاکل شو. نوموړی وروسته د اپوزیشن ګوندونو له لوري د عدم اعتماد له لارې له واکه لیرې شو.

XS
SM
MD
LG