د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپریم کورټ د دولتي رازونو افشا کولو مقدمه کې د عمران خان او شاه محمود قریشي ضمانت منظور کړی


د پاکستان د پخواني وزیراعظم عمران خان (ښي لور ته) او د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي یو پخوانی انځور.
د پاکستان د پخواني وزیراعظم عمران خان (ښي لور ته) او د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي یو پخوانی انځور.

د پاکستان سپریم کورټ د دولتي رازونو د افشا کولو په مقدمه کې د تحریک انصاف د دوو مشرانو عمران خان او شاه محمود قریشي ضمانت منظور کړی دی.

دا خبره د عمران خان وکیل سلمان صفدر د ډېسېمبر پر ۲۲مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته کړې ده.

خو د ده په وینا، تر اوسه معلومه نه ده چې ایا عمران خان به خوشې شي او که نه ځکه چې په یوشمېر نورو مقدمو کې د هم د هغه د ګرفتارۍ امرونه شوي دي.

عمران خان د تحریک انصاف ګوند مشر او شاه محمود قریشي یې مرستیال دی او دواړه له مودې راهیسې په زندان کې دي. دوی دواړه پر ځان لګېدلي تورونه ردوي او دایرې شوې مقدمې سیاسي بولي.

سپریم کورټ د هغوی ضمانتونه تر هغې څو ورځې وروسته منظور کړي دي چې د ډېسېمبر پر ۱۳مه د اسلام اباد یو ځانګړي عدالت د دولتي رازونو د افشا کولو په مقدمه کې د پاکستان پخوانی وزيراعظم عمران خان او د بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه محمود قريشي یو وار بیا رسماً تورن کړل.

عمران خان او قریشي د ډېسېمبر پر ۱۳مه د راولپېنډۍ په اډیالې زندان کې اورېدنې پر مهال د جرم له منلو انکار وکړ.

تر دې مخکې د ځانګړې عدالت قاضي ابوالحسنات محمد ذوالقرنين د اکتوبر پر ۲۳مه هم عمران خان او شاه محمود قريشي دواړه رسمي تورن کړي ول خو وروسته اسلام اباد های کورټ په زندان کې پر هغوی د مقدمې چلولو په اړه حکومتي امر "ناسم" بللی وو او مقدمه یې لغوه کړې وه. البته د ډېسېمبر پر دویمه په اډیالې زندان کې د قضیې اورېدنه بحال شوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG