د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې سوداګرو "له غوښتنو منل کېدو وروسته" احتجاج پای ته رسولی دی


له هنګو، اورکزو او کوهاټ ضلعو مشرانو د ډېسېمبر پر ۱۱مه، د کورمې له ډېپټي کمېشنر جاویدالله مسود سره وليدل.
له هنګو، اورکزو او کوهاټ ضلعو مشرانو د ډېسېمبر پر ۱۱مه، د کورمې له ډېپټي کمېشنر جاویدالله مسود سره وليدل.

د کورمې په سده ښار کې ځايي تجارانو وروسته له هغې خپل احتجاج ختم کړی چې د هغوی په وینا حکومت یې ټولې غوښتنې ومنلې.

د دوکاندارانو د اتحادیې مشر محمد ارشاد د ډېسېمبر پر ۱۱مه نېټه ناوخته مشال راډیو ته وویل، له هنګو، اورکزو او کوهاټ ضلعو نه یو ځای شویو مشرانو د کورمې له ډېپټي کمېشنر جاویدالله مسود او نورو چارواکو سره ولیدل او په هغه ملاقات کې ورته ډاډ ورکړل شو چې غوښتنې به یې ومنل شي. ارشادالله وايي د دغې ډاډګیرنې ترلاسه کولو وروسته هغوی خپل احتجاج ختم کړی دی.

نوموړي وویل، د ډېسېمبر پر ۱۱مه د سدې په جرګه هال کې له ځايي مشرانو او چارواکو ترمينځ په غونډه کې د ډېپټي کمېشنر جاویدالله مسود ترڅنګ د سیمې د پولیسو مشر محمد عمران او د ملېشې ځواک د کورمې کمانډنټ کرنل تیمور سلطان هم برخه واخیسته.

د کورمې د خلکو د احتجاج یوه څنډه
د کورمې د خلکو د احتجاج یوه څنډه

ځايي خلکو وروسته له هغې په احتجاج لاس پورې کړی وو چې د کورمې په ځینو سیمو کې پولیسو وروسته تر هغې ځینې کسان ونیول چې په متخوزه او سنګیه کې شیعه ګانو او سنیانو د جګړې لپاره نوې مورچې جوړول پیل کړې. پر نيول شويو کسانو د فرقه ییزې کرکې زیاتولو تور پورې شوی دی.

پولیسو مشال راډيو ته ويلي ول چې له سدې او د کورمې له ځينو نورو برخو د نيول شويو کسانو شمېر ۱۶ دی. د پولیسو په وينا هغه کسان یې ناامنۍ ته د لمن وهلو او مورچو جوړولو په تور ګرفتار کړي او د ډېره اسماعیل خان زندان ته یې استولي دي.

د کورمې پولیسو یو مشر ډي اېس پي محمدي خان د ډېسېمبر پر ۱۰مه رسنیو ته وویل چې په سیمه کې امن ساتل د پولیسو ذمه واري ده او د سیمې خلک په دې برخه کې د پولیسو ملاتړ کوي. هغه وویل که له نیول شویو کسانو سره پولیسو زیاتی کړی وي نو پر ضد دې خلک عدالت ته لاړ شي او هلته دې خپله بې ګناهي ثابته کړي.

احتجاج کوونکو د ډېسېمبر له ۱۰مې نېټې راهیسې د سدې بازار تړلی وو او د نیول شویو کسانو د خوشې کولو تر څنګ د دغو ګرفتاريو کوونکو پولیس افسرانو بل ځای ته د تبادلې غوښتنه کوله. دوی همدا رنګه دا غوښتنه هم کوله چې د سدې ښار د ښکلا لپاره مقرر شوی فنډ دې زر بحاله کړل شي.

د جرګې مشرانو مشال راډیو ته وویل، حکومت د هغوی لومړۍ دوې غوښتنې منلي، خو د پرمختیايي فنډ د بحالۍ په اړه لا حکومت او د جرګې مشران کومې نتیجې ته نه دي رسېدلي.

د کورمې انتظامیې تر دې مهاله د ترسره شویو مذاکراتو د پایلو په اړه څه نه دي ویلي، خو د جرګې یو بل مشر ملک عبدالولي خان د ډېسېمبر پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل، که څه هم هغوی خپل دوه ورځنی احتجاج ختم کړی دی، خو د مورچو جوړولو او داسې نورو مسایلو باندې خبرې لا هم پاتې دي.

نوموړي دا هم وویل چې دواړو فریقینو (شیعه او سني ډلو) له حکومته غوښتنه کړې ده چې د مساپرو د امنیت ساتلو چارې دې پر خپله غاړه واخلي.

کورمه یو له هغه سیمو ده چیرته کې شیعه ګان او سنيان یو ځای ژوند کوی. هلته سږ کال څو ځلې د دواړو ډلو ترمینځ نښتې وشوې چې مرګژوبله یې واړوله.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG