د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي او پاکستانيو چارواکو امریکا ته د تلونکو افغان کډوالو په اړه خبرې کړې دي


په اسلام اباد کې د پي۱ او پي۲ کېس لرونکو د احتجاجي غونډې پخوانی انځور.
په اسلام اباد کې د پي۱ او پي۲ کېس لرونکو د احتجاجي غونډې پخوانی انځور.

د امريکا په بهرنیو چارو وزارت کې د نفوسو او کډوالو چارو مرستیاله جولیتا والس نوېیس اسلام اباد ته تر سفر وروسته ويلي چې هلته یې له پاکستانيو چارواکو سره د هغو پاکستان مېشتو افغان کډوالو په اړه خبرې کړې دي چې امريکا ته د تګ انتظار کوي.

په اسلام اباد کې د امريکا سفارت د ډېسېمبر پر شپږمه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې نوېيس د دې سفر پر مهال، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني او د ملګرو ملتونو له چارواکو سره وغږېده.

د خبرپاڼې ترمخه، نوېيس ويلي چې واشنګټن د هغو افغانانو د خوندي ساتنې او امريکا کې ژر مېشته کولو ته ژمن دی چې په افغانستان کې يې له امريکايي ادارو سره کار کړی دی. نوېيس زیاته کړې چې پاکستان او امريکا په دې لړ کې شريک او موثر کار کولی شي.

د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، لسګونه زره هغه افغانان بهرنيو هېوادونو کې د اوسېدو لپاره پاکستان ته ولاړل چې په وينا یې په افغانستان کې یې ژوند ته خطر وو. په دوی کې يې ډېری خبريالان، هنرمندان او د بشري حقونو فعالان دي.

خو د پاکستان حکومت د نومبر له لومړۍ نېټې راهیسې د بې اسنادو بهرنيانو د ایستلو پلان عملی کړی دی. په پاکستان کې مېشت ډيری بهرنيان افغانان دي. دوی د حکومت دا اقدام پرېشانه کړي او وايي چې پولیس پرې چاپې وهي.

امريکا تر دې مخکې د دغو خلکو د ایستل کېدو د مخنيوي لپاره يو ليک هم ورکړی وو. خو ډېری پاکستان مېشتو افغان کډوالو مشال راډيو ته ويلي چې پر دغه ليک سربېره یې هم پاکستاني پولیس ځوروي نو ځکه بايد امريکا په دې اړه خپل پام زیات او د دوی د لېږد چارې چټکې کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG