د لاسرسي ځای

تازه خبر

ايران او پاکستان ۶۸ افغانان له بنده خوشې کړي دي


له ايرانه ایستل شوي افغانان د هرات ولایت په اسلام کلا سرحدي سيمه کې - انځور له ارشيفه
له ايرانه ایستل شوي افغانان د هرات ولایت په اسلام کلا سرحدي سيمه کې - انځور له ارشيفه

د طالبانو حکومت وايي چې روانه اوونۍ یې له ایران او پاکستانه ۶۸ افغان بندیان خوشې کړي او هېواد ته لېږدولي دي.

په کابل کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل د جولای پر ۲۶مه پر ټوېټر ليکلي د ایران حکومت د اسنادو نه درلودو په تور نيولي ۳۲ افغانان خوشې کړې او هېواد ته یې لېږدولي دي.

د تکل په خبره، ایرانیو چارواکو هغه افغانان، چې پکې ماشومان هم شامل دي، په نيمروز کې طالبانو ته سپارلي دي.

نوموړي تر دې مخکې د جولای پر ۲۴مه پر ټوېټر په یو بل بیان کې ویلي ول چې د پاکستان د سیند صوبې له زندانونو یې ۳۶ افغانان ازاد کړي او هېواد ته لېږدولي دي. نوموړي په بیان کې زیاته کړې وه چې د طالبانو حکومت تر اوسه د پاکستان له زندانونو څخه ۲،۴۷۲ افغانان خوشې کړي او هېواد ته یې استولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې له هغه هېواده د خلکو د وتلو بهیر ګړندی شوی دی. د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي، له هغو څخه یې زیاتره افغانان پاکستان او ایران ته تللي دي.

په وروستيو کې په ايران او پاکستان کې ګڼ افغان کډوال نيول شوي دي. په پاکستان کې زیاتره افغانان په سيند صوبه کې نيول کېږي او افغانستان ته لېږدول کېږي. د هغو هېوادونو پولیس تور پورې کوي چې ډېری نیولي افغانان یې د اوسېدو اسناد نه لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG