د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت په کرک کې په خلتو کې د ګېس پر وړلو او ذخیره کولو بندیز لګولی


د خیبر پښتونخوا په کرک ضلع کې ځینې خلکو ګیس په پلاسټیکي کڅوړو کې اچولي دي ـ پخوانی انځور.
د خیبر پښتونخوا په کرک ضلع کې ځینې خلکو ګیس په پلاسټیکي کڅوړو کې اچولي دي ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا په کرک کې مرستیال کمېشنر په پلاسټيکي کڅوړو کې د ګېس پر وړلو او ذخيره کولو بندیز لګولی دی.

د نومبر پر ۱۲مه ضلعي انتظامیې په یو بیان کې ویلي دي چې په پلاسټیکي کڅوړو کې ګېس وړل د حادثو لامل کیدلی شي.

ځايي اولس د انتظاميې دا ګام ستايلی دی، خو وايي کرک ضلع ټولې صوبې او د پاکستان نورو برخو ته ګېس ورکوي خو د سیمي خلک ترې بې برخې دي نو ځکه د دوی هغه ستونزه هواره شي.

د کرک ضلع په بانډه داود شا او د ضلعې په نورو برخو کې خلک ګېس په کڅوړو (خلتو) کې کورونو ته وړي او بیا یې کاروي.

د سیمې یو استوګن اسلم خټک وایي، د سیمي خلک د ګېس د کمښت له ستونزې سره مخ دي او او بې وزله هم دي نو ځکه په پلاسټیکي کڅوړو کې ګېس ډکول ورته ارزانه پرېوزي.

د سیمې یو بل استوګن او د کالج استاد عبدالظاهر وایي چې په کڅوړو کې د ګېس د وړولو او ذخیره کولو له امله ځینې پیښې هم شوې دي.

"اوس هم حادثې کېږي، خلک دې ته پام نه کوي خو اوس په ډېرو ځایونو کې د ګېس قانوني کنکشنو باندې کار روان دی."

د کرک مرستیال کمېشنر احمد زیب په بیان کې په پلاسټیک کڅوړو کې د ګېس پر وړولو د بندیز ۱۴۴مه ماده لګولې او سرغړونکو پر ضد یې د کارروایي کولو خبرداری ورکړی دی.

په ۲۰۱۲ز کال کې د خیبر پښتونخوا د هغه وخت اعلا وزیر محمود خان په کرک بانډه داود شا کې ولسي غونډې ته په وینا کې په سیمه کې د ګېس نلليکو د غځولو د پروژې لپاره د دوه اربه روپيو ورکولو خبره کړې وه. هغه دا هم ویلي ول چې د سیمې د ځمکې څخه راوتونکي ګېس ګټه به د ضلعې په پرمختګ لګوي.

XS
SM
MD
LG