د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرک خلک : د تېلو پاکولو کارخانه دې د کوهاټ په ځای دلته ولګول شي


فایل فوټو
فایل فوټو

د خیبر پښتونخوا د کرک اوسیدونکي له حکومته غوښتنه کوي چې د ژمنې سره سم دې د تیلو د پاکولو کارخانه د دوی په سیمه کې ولګوي او کوهاټ ته د لیږدولو نه دې تېر شي. د نوموړې سیمې اوسیدونکي وايي د پاکستان د اساسي قانون د اتلسم ترمیم له مخې لومړی حق د دوی دی چې په سیمه کې یې د تیلو د پاکولو کارخانه ولګول شي.

له مشال راډیو سره د خبرو پرمهال ځايي خلکو وویل په کرک کې په زیاته اندازه ګیس او تیل پیداکیږي خو ددې باوجود هم دوی د مالي ستونزو او بې روزګارۍ سره مخامخ دي. دوی وايي که د تیلو د پاکولو کارخانه په کرک کې ولګول شوه نو د دوی دغه ستونزې به خپله هوارې شي.

محمد اسلام خټک چې د کرک اوسیدونکی او د یونین کونسل پخوانی نایب ناظم دی وايي :

(( دلته چې په څومره اندازه تیل او ګیس پیداکیږي، په کوهاټ کې په هغه اندازه نشته. که حکومت وايي چې دلته د اوبو ستونزه ده ، نو په کوهاټ کې هم دغه ستونزه شته. که هلته د اوبو انتظام کیدای شي، نو دلته هم کیدای شي. که د تیلو پاکولو کارخانه له دې ځایه کوهاټ ته ولیږدول شوه نو موږ به د کرک نه د تیلو او ګیسو تیریدونکي ګاډي پرینږدو. ))

د ظاهر شا په نوم یو بل تن بیا وايي : تیل او ګیس په کرک کې پیداکیږي ، خو ددې سیمې خلک ورپسې ړانده شول، دا د کوم ځای انصاف دی ؟

د اقبال خټک په نوم د کرک یو بل اوسیدونکي بیا وايي که د تیلو د پاکولو کارخانه د دوی د غوښتنو سره سم په کرک کې ولګول شوه نو د خلکو تقدیر به ورسره بدل او ستونزې به یې حل شي.

دپاکستان په سینیټ کې د کوهاټ سره تړاو لرونکی سناتور عبدالنبي بنګش بیا وايي د عوامي نیشنل پارټۍ د حکومت پرمهال پریکړه شوې وه چې د تیلو د پاکولو کارخانه به په کرک کې لګول کیږي خو بیا وروسته نګران حکومت د ځینو با اثره خلکو په وینا پریکړه وکړه چې داکارخانه به د کوهاټ په خوشال ګړ سیمه کې جوړیږي.

ګل صاحب خان د پښتونخوا په اسمبلۍ کې د کرک د خلکو استازي بیا مشال راډیو ته وویل چې د تیلو د پاکولو د کارخانې له کرکه کوهاټ ته د لیږدولو اجازه به چاته ورنه کړي. نوموړی وايي داخبره یې حکومتي چارواکو او د اسمبلۍ غړو ته هم رسولې ده. دی زیاتوي که حکومت داکارخانه په کوهاټ کې ولګوله نو د کرک خلک به پرمظاهرو لاس پورې کړي او سرکونو ته به د احتجاج لپاره راووځي.

XS
SM
MD
LG