د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تېلو او ګیس رایلټي لپاره په کوهاټ کې پرلت دوام لري


د کوهاټ پرلت کې ګڼو ګوندونو برخه اخېستې ده. ۲۰۲۰، ۱۹ جون
د کوهاټ پرلت کې ګڼو ګوندونو برخه اخېستې ده. ۲۰۲۰، ۱۹ جون

کوهاټ ډیويژن جرګې تر سیوري لاندې د کرک او کوهاټ ضلعو د تیلو او ګیسو د رایلټۍ لپاره پرلت ناسته په رنګين اباد چوک کې دوام لري چې د روانې میاشتې پر ۱۵ مه نېټه پیل شوې ده.

په پرلت کې د کرک او کوهاټ د جمعیت علمای اسلام فضل الرحمان ګوند د صوبايي اسمبلۍ غړو په ګډون د عوامي نیشنل ګوند، پاکستان راه حق ګوند او نورو سياسي ګوندونو مشران او ځايي خلک شريک دي.

پرلتوال غواړي چې هنګو، کوهاټ او کرک ضلعو ته دې نه يوازې د شپږو کالو پاتې د تېل او ګېس برخه ژر تر ژره ورکړل شي بلکې د تېل او ګېس کمپنيانو له اړخه زهرجن موادو له وجې د کينسر او نورو مرضونو مخنيوي، د ځمکو نوي نرخونو ټاکلو، بانډه داود شاه او نشپې په مقام د څښلو اوبو منصوبې جوړولو، او د تېل او ګېس کمپنيانو کې ځايي خلکو ته روزګار ورکولو په ګډون دې نورې غوښتنې پوره کړل شي.

احتجاجي ناستې ته په خپله وینا کې د کرک او کوهاټ ټاکلو صوبایي استازو ميا نثار ګل کاکا خېل، ملک ظفر اعظم او خانزاده شاه داد خان د صوبایي بجټ له غونډې پرېکون اعلان کړی.

د کرک خټک پر خپل ګیس خپل اختیار غواړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:57 0:00


په دې مهال د صوبایي اسمبلۍ غړي ميا نثار ګل کاکا خېل پنجشنبې په ورځ مشال راډيو ته وويل چې صوبايي حکومت د ۲۰۱۳ز کال دوی ته د رایلټي پېسې نه ورکوي چې درې واړه ضلعو برخه پکې تر نهه نيم اربه روپو زياتې جوړېږي.

په اسمبلۍ کې حکومت د دوی غږ نه اوري.
ميا نثار ګل کاکا خېل

بلخوا احتجاجي ناستې ته په وینا کې د اسمبلۍ غړی خانزاده شاداد خان وايي، د يادو ضلعو سړکونه وران ويجاړ پراته دي، پیسې نه شته چې خلکو ته پرې کار وکړي.

نوموړي زياته کړه چې دوی به خپله احتجاجي ناسته ورو په ورو غځوي او دا هم امکان لري چې د ياد ډیويژن خلک د خپل حق لپاره سړکونو ته را ووځي.

سبز علي خټک چې يو ځايي خبريال هم دی وايي چې د جرګې څوارلسو کې ديارلس غوښتنې نېغ په نېغه له ولس سره تړاو لري، لکه د دوی په وینا، د ځمکو څښتنونو ته د هغوی پوره حق نه ورکول کېږي، يادې کمپنيانې زهرجن مواد کاروي چې ورسره خلکو کې خطرناک مرضونه په خورېدو دي، ځايي ځوانانو ته روزګار نه ورکول کېږي او په تېرو اوو کالو کې ټول ډیويژن ته هېڅ یوه لویه ترقياتي منصوبه نه ده راوړل شوې.

د کرک خټک پر خپل ګیس خپل اختیار غواړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:57 0:00

که څه هم د جرګې مشرانو د صوبايي حکومت له مذاکراتي کمېټۍ سره له لیدو انکار کړی خو له مشال راډیو سره په خبرو کې د یادې کمېټۍ او د صوبایي اسمبلۍ غړی ضياالله بنګښ وايي، حکومت روانه کشاله هوارول غواړي.

د جرګې احتجاجي ناسته د روانې مياشتې ۱۵مې پیل شوې چې لا تر اوسه دوام لري د جرګې مشرانو تر مخه د تېل او ګېس رایلټي تر نهه اربه رويۍ زياتې دي چې صوبایي حکومت د کوهاټ ضلعو ته نه دي ورکړي.

په وروستيو کې هم د يادو درې ضلعو ځينې صوبایي اسمبلۍ غړو بيا بيا احتجاجونه کړي او د پېښور های کورټ هم يادې غوښتنې ژر تر ژره پوره کولو امر کړی خو بيا هم د دوی غوښتنې نه دي پوره شوې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG