د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوهاټ مشران: حکومت دې سيمه کې د تیلو او ګیس له لټونه لاس واخلي


د کوهاټ ډویژن نقشه.
د کوهاټ ډویژن نقشه.

د خېبر پښتونخوا د کوهاټ ډويژن مشرانو او د صوبايي اسمبلۍ غړیو د هغه کمپنیو پر ضد احتجاجي مظاهره کړې چې په سیمه کې د تیلو او ګیس لټون کوي.

د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د کرک ضلعې په نشپه سیمه کې دې احتجاجي مظاهرې ته د وینا پر وخت ځايي مشرانو وویل چې د پاکستان مرکزي حکومت د ګيس او تيلو په مد کې هره ورځ يو ارب روپۍ ګټي خو د سیمې خلک د ژوند له بنيادي اسانتیاوو بې برخې دي.

دوی ادعا وکړه چې صوبايي حکومت د رايلټي يا امتيازي حق په مد کې د سیمې اووه اربه او ۸۶ کروړه روپۍ ایساري کړي دي.

د تیل او ګیس د کمپنۍ او جي ډي سي اېل یو چارواکي مشال راډیو ته د نوم نه ښودلو په شرط ويلي چې د کوهاټ ډویژن ضلعو ته د رایلټي په مد کې د پنګو ورکول د صوبايي حکومت ذمه واري ده.

صوبايي حکومت لا په دې اړه څه نه دې ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG