د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرکټ نړيوال کپ کې پاکستان خپله اخري سیالي وبایلله، د سیمي فاينل لوبډلې معلومې شوې


د پاکستان محمد رضوان د انګلينډ په وړاندې تر اوټ کېدو وروسته
د پاکستان محمد رضوان د انګلينډ په وړاندې تر اوټ کېدو وروسته

په هند کې د روان ۵۰ اووره کرکټ نړيوال جام په سیالیو کې پاکستان خپله وروستۍ لوبه وبایلله او د نیمه پايلوبې یا سیمي فاینل لوبډلې په رسمي ډول معلومې شوې.

په نیمه پايلوبو کې به هند د نومبر پر ۱۵مه له نيو زيلينډ او اسټرالیا به له جنوبي افریقا سره د نومبر پر ۱۶مه سیالي کوي. پايلوبه به د نومبر پر ۱۹مه وي.

د نومبر پر ۱۲مه په ۵۰ اووره کرکټ نړیوال کپ کې هند د نېدرلينډز سره سیالي لري. په بنګلور کې کېدونکې دا سیالي د کابل پر وخت په يوه او د پېښور پر وخت پر يوه نيمه بجه پيليږي چې د لومړي پړاو اخري لوبه ده.

د اسټراليا ميچل مارش او سټيو سميت د لوبې تر ګټلو وروسته
د اسټراليا ميچل مارش او سټيو سميت د لوبې تر ګټلو وروسته

د نومبر پر ۱۱مه د دې لوبو په لړ کې دوه سيالۍ وشوې. په يوه کې اسټراليا بنګلادېش ته او په بله کې انګلینډ پاکستان ته ماتې ورکړه.

انګلینډ په کلکته کې د پاکستان پر وړاندې لومړی بیټېنګ وکړ او په ۵۰ اوورونو کې یې د نهو لوبغاړو په اوټ کېدو ۳۳۷ منډې جوړې کړي.

د پاکستان ټوله لوبډله په ۴۴م اوور کې په ۲۴۴ منډو اوټ شوه او په دې توګه یې دا سیالي په ۹۳ منډو وبایلله. ډېوېډ وېلي د پاکستان درې لوبغاړي اوټ کړل او د لوبې غوره لوبغاړی شو.

پاکستان هغه وخت نیمه پایلوبې ته د رسېدو چانس درلود، چې لومړی یې توپوهنه کړی وای او انګلینډ ته یې د ۲۸۷ منډو په توپير ماتې ورکړې وای او یا یې هم په ۶.۴ اوورونو کې د انګلينډ هدف پوره کړی وای.

د پاکستانۍ لوبډلۍ روزونکي مېکي ارتر تر لوبې وروسته په يوه خبري غونډه کې وويل چې لوبغاړي یې ښه دي خو د تمې خلاف يې بده لوبه وکړه. هغه زیاته کړه چې پر خپلو نيمګړتياو به غږيږي او د مسايلو د حلولو کوښښ به کوي.

پر هغه ورځ په يوه بله لوبه کې بنګلادېش د اسټرالیا په وړاندې لومړی بیټېنګ وکړ او د اووه وېکټو په تاوان یې ۳۰۶ منډې جوړې کړي.

اسټراليا دا هدف په ۴۵م اوور کې د دوو لوبغاړو په اوټ کېدو پوره کړ. مېچل مارش تر ټولو ډېرې ۱۷۷ منډې وکړي او د لوبې غوره لوبغاړی شو.

د کرکت نړیوال جام دا سیالۍ د اکتوبر پر پينځمه پيل شوې دي چې پکې د پاکستان او افغانستان په ګډون۱۰ لوبډلو ګډون وکړ. هغو دواړو لوبډلو له خپلو نهو څخه څلور، څلور سیالۍ وګټلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG