د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرکټ نړیوال جام کې جنوبي افریقا له افغانستانه لوبه وګټله


د جنوبي افریقا لوبغاړي د لوبې له ګټلو وروسته د خوشالۍ شېبو نه خوند اخلي.
د جنوبي افریقا لوبغاړي د لوبې له ګټلو وروسته د خوشالۍ شېبو نه خوند اخلي.

د ۵۰ اووره کرکټ د نړیوال جام په سیالیو کې جنوبي افریقا لوبډلې افغانستان ته په پنځو ویکټو ماتې ورکړه.

د هند د ګجرات ایالت د احمد اباد په نرېندرا مودي لوبغالي کې د نومبر ۱۰مې سیالي د پېښور پر وخت د ماسپښين پر یوه نیمه او د کابل پر یوه بجه پیل شوه چې پکې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د بیټېنګ پرېکړه وکړه.

د افغان لوبډلې لومړی بیټر چې پر ۴۱ مجموعي منډو وسوځېد نو نور لوبغاړي یې ژر وسوځېدل. خو لومړی عظمت الله عمرزي او راشد خان او بیا له عمرزي سره نور احمد د لوبډلې ټولې منډې تر ۲۰۴ پورې ورسولې.

افغان لوبډله په ټاکلیو ۵۰ اوورنو کې په ۲۴۴ منډو وسوځېده. عمرزي ۹۷، نور احمد او رحمت شاه ۲۶، ۲۶ او رحمان الله ګربز ۲۵ منډې وکړې.

جېرالډ کوټڅییه څلور، او لونګي اېنګېډي او کېشف مهاراج دوه، دوه افغان لوبغاړي وسوځول.

جنوبي افریقا ته په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ګټلو لپاره ۲۴۵ منډې کول وو چې هغوی دا هدف په ۴۸م اور کې د پنځو لوبغاړو په تاوان پوره کړ. د جنوبي افریقا لوبډله کې ریسي واندر دوسین ښه لوبه وکړه، هغه ناټ اوټ پاتې شو او ۷۶ منډې یې جوړې کړې.

د افغانستان لخوا محمد نبي او راشد خان دوه دوه او مجیب الرحمان د مقابل لوري یو لوبغاړی اوټ کړل.

تر دې یوه ورځ مخکې د نیو زیلینډ لوبډلې سري لنکا ته په پینځو وېکټو ماتې ورکړه. د سري لنکا لوبډلې لومړی بیټېنګ وکړ او چټکه توپوهنه یې وکړه خو په همدې حال کې یې لوبغاړي هم ژر، ژر سوځېدل. د سري لنکا ټوله لوبډله په ۴۷م اوور کې په ۱۷۱ منډو وسوځېده.

په ځواب کې د نیو زیلینډ لوبډلې چټک بیټېنګ وکړ او ټاکلی هدف یې په ۲۴م اوور کې د پینځو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

د کرکټ نړیوالې شورا د ووبپاڼې له مخې، د یو ورځني نړیوال جام د سیالیو په لومړي پړاو کې هند، جنوبي افریقا او اسټرالیا نیمه پایلوبو ته لاره موندلې ده.

د نومبر پر نهمه د نیو زیلینډ له بریا سره د هغې لوبډلې نیمه پایلوبې ته د وتلو امکان زیات شوی دی ځکه چې نومرې یا پواینټونه یې ۱۰ ته رسېدلې دي خو د دې ترڅنګ یې د منډو وروستی کچ (نېټ رن رېټ) هم خورا لوړ دی.

د کرکټ د نړیوالې شورا د درجه بندۍ له مخې، نیو زیلینډ پر څلورم، پاکستان پر پینځم او افغانستان پر شپږم مقام دي.

البته د کرکټ نړیوالې شورا په ګډون یوشمېر رسنیو د خپلو اټکلونو پر اساس لیکلي دي چې د نومبر ۱۰مې سیالي په نړیوال جام کې د افغانستان وروستۍ لوبه ګڼل کېږي ځکه چې که یې وګټي هم نو د کم رن رېټ له وجې یې د نیمه پایلوبې یا سیمي فاینل پړاو ته وتل ګران دي.

د پاکستان لوبډله د نومبر پر ۱۱مه خپله وروستۍ سیالي له انګلستان (انګلینډ) سره لري. ټاکل شوې چې د کلکتې په عدن باغونو یا ګارډنز لوبغالي کې سیالي د پېښور پر وخت د ماسپښین پر یوه نیمه او د کابل پر یوه بجه پیل شي. د رسنیو په وینا، د پاکستان کمزوری رن رېټ هم ښايي د هغې لوبډلې سیمي فاینل ته د وتلو هیلې ختمې کړي.

د کرکټ نړيوال جام سيالۍ د اکتوبر له پینځمې راهیسې روانې دي چې پایلوبه به یې د نومبر پر ۱۹مه کېږي. په سياليو کې ۱۰ لوبډلو برخه اخیستې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG