د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرکټ نړیوال جام په سیالیو کې نن دوه لوبې روانې دي


د انګلینډ او پاکستان ترمینځ لوبه په اېډن ګارډن لوبغالي کې روانه ده.
د انګلینډ او پاکستان ترمینځ لوبه په اېډن ګارډن لوبغالي کې روانه ده.

د کرکټ ۵۰ اوریز نړیوال جام په سیالیو کې نن (د نومبر پر ۱۱مه) دوه لوبې کېږي.

لومړۍ سیالي د هند په پونا لوبغالي کې د اسټرالیا او بنګلادېش ترمینځ روانه ده. اسټرالیا پچه ګټلې او توپ اچونه یې غوره کړې ده. بنګلا دېش په ۵۰ اورونو کې د اته لوبغاړو په سوځېدو اسټرالیا ته ۳۰۷ منډو هدف وټاکه.

دویمه لوبه د انګلینډ (انګلستان) او پاکستان ترمینځ په اېډن ګارډن لوبغالي کې روانه ده. د دې ټاس انګلینډ ګټلی او توپوهنه کوي.

تر دې وړاندې جنوبي افریقا افغانستان ته په پینځه وېکټو ماتې ورکړه. له دې سره افغان لوبډله له نړیوال جامه بهر شوه.

د نومبر پر ۱۰مه د افغانستان او جنوبي افریقا سیالي د هند په حیدراباد کې وشوه. افغانستان لومړی بیټنګ وکړ او جنوبي افریقا ته یې ۲۴۴ منډې هدف وټاکه. جنوبي افریقا هغه هدف د پینځو لوبغاړو په سوځیدو په ۴۷،۳ اورونو کې پوره کړ او لوبه یې وګټله.

افغانستان په دې نړیوال جام کې خپله لومړۍ سیالي بنګلا دېش او دویمه هندوستان ته بایللې وه. خو درېیمه یې له انګلستان وګټله. ورپسې یې نیوزیلینډ ته هم سیالي وبایلله او بیا یې پرله پسې درې سیالۍ له پاکستان، سري لنکا او نېدرلینډ وګټلې.

نیمه پایلوبې ته د افغانستان د رسېدو چانس هغه وخت له لاسه ورکړ چې اسټرالیا ته یې لوبه وبایلله.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان په ۵۰ اوریز نړیوال جام کې څلور سیالۍ وګټلې.

تر دې وړاندې یې د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۹ز کلونو په نړیوالو جامونو کې یوازې یوه سیالي له سکاټلېنډه ګټلې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG