د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان کرکټ بورډ غوراوي کمېټې مشر انضمام الحق استعفا ورکړه


انضمام الحق په يوه خبري غونډه کې - انځور له ارشیفه
انضمام الحق په يوه خبري غونډه کې - انځور له ارشیفه

د پاکستان د کرکټ بورډ غوراوي کمېټې يا سیليکشن کمېټې مشر انضمام الحق د اکتوبر پر ۳۰مه استعفا ورکړه.

انضمام الحق تر استعفا کولو وروسته په لاهور کې خبریالانو ته وويل چې په يوې کمپنۍ کې د هغه د دندې په اړه پوښتنې راپورته شوي دي نو ځکه یې د دغه بورډ له مشر، ذکا اشرف سره تر ملاقات وروسته استعفا ورکړې ده. اي اېس پي اين کريک اينفو ویبپاڼې ليکلي چې اشرف له انضمام الحق څخه د کرکټ بورډ پر دندې سربیره، په يوې برتانوۍ کمپنۍ کې د يوې برخې د مشرۍ په دنده خوشاله نه وو.

د ويبپاڼې او ډان ورځپاڼې ترمخه، دغه کمپني د لوبو د ادارې په برخه کې کار کوي چې د انضمام الحق يو ورور هم پکې لوړپوړی چارواکی دی. دا کمپني یازو انټرنېشنل لميټيډ نومېږي چې د پاکستان ځينو لوبغاړو ته یې منيجران يا استازي ورکړي دي.

اکثره لوبغاړي خپل خپل منيجران يا استازي لري چې د هغوی لپاره د تنخا په بدل کې په نړيوالو لېګونو کې ګډون او همدراز د اعلانونو قراردادونه پيدا کوي. د کرکټ بورډ غړي نه شي کولی چې د داسې کمپنيوو سره کار وکړي.

انضمام الحق په داسې حال کې استعفا ورکړې چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډله په هند کې په پنځوس اووره کرکټ نړیوال کپ کې لوبېږي. دې لوبډلې د اکتوبر تر ۳۱مې پورې په خپلو شپږو لوبو کې ۲ سیالۍ ګټلې او ۴ یې بایللې دي.

د پاکستان ځينو پخوانيوو لوبغاړو پر ټولنیزو رسنيوو د انضمام الحق لخوا د لوبډلې په غوراوي نیوکې کولې خو نوموړي له دې امله استعفا نه ده ورکړې چې په نړيوال کرکټ جام کې د پاکستانۍ لوبډلې کارکردګي ښه نه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG