د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرکټ نړیوال کپ په سیالیو کې پاکستان نیو زیلېنډ ته ماتې ورکړه


 پاکستان په ۲۵،۳ اورونو کې ۲۰۰ رنزونه جوړ کړل ـ د اکتوبر ۳۱مې انځور.
پاکستان په ۲۵،۳ اورونو کې ۲۰۰ رنزونه جوړ کړل ـ د اکتوبر ۳۱مې انځور.

د کرکټ نړیوال جام په سیالیو کې پاکستان نیو زیلېنډ ته په ۲۱ رنزونو ماتې ورکړه.

د نومبر پر څلورمه د هند په بنګلور لوبغالي کې پاکستان ټاس یا پچه وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه. نیو زیلېنډ لوبډلې په ۵۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۴۰۱ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې پاکستان په ۲۵.۳ اورونو کې ۲۰۰ رنزونه جوړ کړل. د پاکستان یو لوبغاړی سوځیدلی وو چې لوبه د باران له امله ختمه شوه او پاکستان د ډي ایل اېس تر قانون لاندې ګټونکی اعلان شو.

د پاکستان لومړی لوبغاړی عبدالله شفیق زر وسوځېد خو فخر زمان په ۸۱ بالونو ۱۲۶ رنزونه جوړ کړل. دا راز بابر اعظم پر ۶۳ بالونو ۶۶ رنزونه جوړ کړل.

د نیو زیلېنډ توپ وهونکي راچین رویندر په ۹۴ بالونو ۱۰۸ منډې وکړې او کین ولیمسن ۹۵ رنزونه وکړل.

د پاکستان په بالرانو کې محمد وسیم درې او حارث روف، حسن علي او افتخار احمد یو یو لوبغاړی وسوځول.

د کرکټ نړیوال کپ په سیالیو کې دویمه لوبه د انګلینډ او اسټرالیا ترمینځ د هند په احمداباد کې روانه ده. په هغې سیالۍ کې انګلینډ پچه ګټلې او توپوهنه یې غوره کړې ده.

اسټرالیا انګلینډ ته د ۲۸۷ رنزونو هدف ټاکلی دی.

پرون په لوبه کې د افغانستان لوبډلې د نېدرلینډز (هالینډ) ټیم ته په اوو وېکټو ماتې ورکړه.

تر اوسه د شویو سیالیو پر اساس د درجه بندۍ له مخې هند پر لومړي، جنوبي افریقا پر دویم، اسټرالیا پر درېیم او نیو زیلینډ پر څلورم مقام دی. د افغانستان لوبډله پر پینځم او پاکستان پر شپږم ځای دی.

د کرکټ نړيوال جام سيالۍ د اکتوبر له پینځمې راهیسې روانې دي چې پایلوبه به یې د نومبر پر ۱۹مه کېږي. په سياليو کې ۱۰ لوبډلو ګډون کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG