د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا دفاع وزیر لايډ اسټن اسراییلو ته تللی دی


د امریکا د دفاع وزیر لایډ اسټن پخوانی انځور.
د امریکا د دفاع وزیر لایډ اسټن پخوانی انځور.

د امریکا د دفاع وزیر لایډ اسټن د اکتوبر پر ۱۳مه تل ابيب ته رسېدلی او هلته به د اسراییلو له وزیراعظم بنیامین نتنیاهو په ګډون له نورو لوړ پوړو مشرانو سره ګوري.

اسټن دویم امریکايي لوړ پوړی چارواکی دی چې په دوه ورځو کې د اسراییلو سفر کوي. تر دې وړاندې د اکتوبر په ۱۲ مه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اينتني بلېنکن هلته سفر کړی وو.

بلېنکن تر هغې یوه ورځ وروسته اسراییلو ته تللی وو چې امریکايي ولسمشر جو بایډن په سپینه ماڼۍ کې په وینا کې وویل چې هېواد یې د اسراییلو تر شا ولاړ دی.

د اسراییلو پوځ د اکتوبر پر ۱۳مه د غزې په ښار کې مېشتو سلګونو زرو ملکي وګړو ته د وتلو امر کړی دی. د ملګرو ملتونو چارواکو وویل چې دا امر د اسراییلو لخوا په غزه کې د حماس ډلې خلاف د ځمکنيو عملیاتو د پيلولو تر احتمال مخکې شوی دی.

بلخوا حماس د ښار پر اوسېدونکو غږ کړی چې له کورونو څخه دې نه وځي.

اسراییلیو ځواکونو تر هغې وروسته د غزې پر تړانګه بمباریو ته دوام ورکړی دی چې د اکتوبر پر اوومه حماس ډلې پر اسراییلو ناڅاپي برید وکړ. د بريدونو په ترڅ کې دواړو خواوو ته سلګونه کسان وژل شوي دي.

فرانس پرېس خبري اژانس وايي چې اسراییلیو ټانکونو پر غزې تړانګې بمباري وکړه او په همدې حال کې د اسراییلو فضايي دفاعي نظام له غزې څخه ورول شوي یوشمېر توغندي په هوا کې ویشتلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG