د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې وسلوالو شوکمارو د اېډورډز کالج یو زده کوونکی وژلی دی


د پېښور ښار د یوې برخې انځور.
د پېښور ښار د یوې برخې انځور.

پولیس وايي، وسلوالو شوکمارو د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د اېډورډز کالج یو زده کوونکی وژلی دی.

پولیسو د اکتوبر ۱۱مې تر پېښې وروسته په بیان کې ویلي دي چې د درګۍ اوسېدونکی زده کوونکی په رکشه کې سپور وو او له کالجه کور ته روان وو چې د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ له ودانۍ سره نېږدې ورڅخه پر موټرسایکل سپرو وسلوالو د موبایل ټېلېفون تښتولو هڅه وکړه.

پولیس وايي، زده کوونکي چې مقاومت وکړ نو وسلوالو وویشت او و یې واژه.

بیان زیاتوي چې پلټنې یې پیل کړې دي او د پېښې په ځای کې د څارګرو کیمرو له انځورونو څخه د وسلوالو شوکمارو معلومولو هڅه کوي.

هغه پېښه له امنیتي پلوه د ښار په حساسه سیمه کې شوې ده.

په پېښور کې په وروستیو میاشتو کې ناامني زیاته شوې ده خو پولیس وايي چې د وسلوالو او په جرمونو کې د ککړو کسانو پرضد کاروايي کوي.

XS
SM
MD
LG